۲۰۲۲ نومبر ۲۰
ورځنۍ رڼا, نومبر ۲۱: مالِک خُدائ فرمائى، راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو
ورځنۍ رڼا
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا ۶:۳۷
چې کله هغه ما ته سوال زارى وکړى، زۀ به د هغۀ فرياد اورم ځکه چې زۀ رحيم يم.
هِجرت ۲۲:۲۷
نو زۀ به يې نۀ رد کوم، نۀ به ترې نفرت کوم او نۀ به يې بېخى تباه کوم. هسې نه چې د هغوئ سره زما لوظ مات شى، زۀ مالِک خُدائ د هغوئ خُدائ پاک يم.
ليويانو ۲۶:۴۴
خو ما ته لا تر اوسه پورې هغه لوظ ياد دے کوم چې ما تا سره ستا د ځوانۍ په ورځو کښې کړے وو، او زۀ به تا سره ابدى لوظ وکړم.
حزقىايل ۱۶:۶۰
مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ.
يشعياه ۱:۱۸
بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“
يشعياه ۵۵:۷
اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.
لوقا ۲۳:۴۲–۴۳
هغه به يوه کږه لوخه هم نۀ ماتوى او نۀ به کمه بلېدونکې ډيوه مړه کوى.
يشعياه ۴۲:۳
هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو.
کولوسيان ۱:۱۳
او د آسمان نه يو آواز راغلو چې، ”دا زما خوږ زوئ دے چې زۀ ترې راضى يم.“
متى ۳:۱۷
دا زما خادِم دے چا ته چې ما طاقت ورکړے دے او څوک چې ما غوره کړے دے، زما محبوب چې روح مې پرې خوشحاله دے.
يشعياه ۴۲:۱
بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے.
يوحنا ۱:۱۸
او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو. رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو. نو دغه شان مونږ ته پته ده او په دې يقين کوُو چې خُدائ پاک مونږ سره مينه کوى. خُدائ پاک مينه دے او څوک چې په مينه کښې اوسى.
اول يوحنا ۴:۹–۱۰, ۱۶
کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو. زۀ په هغوئ کښې يم او تۀ په ما کښې يې، چې دوئ په مکمل توګه يو شى. بيا چې دُنيا په دې پوهه شى چې زۀ تا رالېږلے يم، او تا د دوئ سره هم داسې مينه وکړله لکه چې ما سره دې کوله.
يوحنا ۱۷:۲۲–۲۴
تاسو وګورئ چې پلار مونږ ته څومره زياته مينه راکړه چې مونږ به د خُدائ پاک روحانى بچى بللے شُو، نو مونږ په رښتيا سره هم دغه شان يُو.
اول يوحنا ۳:۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ نومبر ۱۹
متى ۷:۲۰ · اول يوحنا ۳:۷
۲۰۲۲ نومبر ۱۸
يشعياه ۲۷:۸ · دوېم سموئيل ۲۴:۱۴
۲۰۲۲ نومبر ۱۷
زبور ۹۲:۵ · کولوسيان ۱:۹
۲۰۲۲ نومبر ۱۶
يوحنا ۱۷:۱۷ · يوحنا ۱۵:۳
۲۰۲۲ نومبر ۱۵
اول کورنتيان ۱:۹ · عبرانيان ۱۰:۲۳
۲۰۲۲ نومبر ۱۴
زبور ۴۰:۱۷ · زبور ۳۷:۲۳–۲۴
