ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۳: د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

نو بيا تۀ په هغه فضل مضبوط شه چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.

او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى.

نو بيا څنګه چې تاسو عيسىٰ مسيح د خپل مالِک په توګه قبول کړو، نو هم هغه شان په هغۀ کښې ژوند تېروئ. په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ، او په ايمان کښې مضبوط شئ څنګه چې تاسو ته تعليم درکړے شوے وو او شُکر ادا کوئ.

هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.

نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے. په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى. نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.

او اوس زۀ تاسو خُدائ پاک او د هغۀ د فضل کلام ته حواله کوم، هغه کلام ته چې تاسو آبادوى او تاسو ته په هغوئ ټولو کښې ميراث درکوى څوک چې پاک دى.

او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.

د ايمان په جنګ کښې ښۀ وجنګېږه.

او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ.

بې‌شکه چې تۀ هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکوې.

ځکه چې هيڅوک هم بل بنياد نۀ شى اېښودلے بغېر د هغه بنياد نه چې اېښودلے شوے دے، او هغه بنياد عيسىٰ مسيح دے. کۀ په هغه بنياد د چا جوړ عمارت باقى پاتې شى نو هغه ګلکار به اجر بيا مومى. کۀ د چا کار وسوزيږى نو هغۀ ته به تاوان ورسيږى، خو هغه به په خپله په سوزېدو سوزېدو کښې د اور نه بچ شى.

ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.

خو تاسو چې کله هم خېرات کوئ نو په داسې يې کوئ چې ګس لاس مو په دې خبر نۀ شى چې ستاسو ښے لاس څۀ کوى. ستاسو خېرات دې ضرور په پړده کښې وى نو ستاسو آسمانى پلار چې دا هر څۀ وينى چې تاسو يې په پړده کښې کوئ، هغه به د دې بدل درکړى.

ډېره موده پس د هغوئ مالِک واپس راغلو او د هغوئ نه يې حساب وغوښتو.

مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے.

اے مالِکه خُدايه، تۀ به مونږ له امن راکوې، ځکه چې زمونږ ټولې کاميابۍ ستا د لاسه دى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).