۲۰۲۲ دسمبر ۲۶
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۲۷: نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه
ورځنۍ رڼا
نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو، ځکه څۀ چې ښکارى هغه فانى دى خو څۀ چې نۀ ښکارى هغه ابدى دى.
دوېم کورنتيان ۴:۱۸
ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.
عبرانيان ۱۳:۱۴
ځکه چې تاسو په دې پوهه وئ چې تاسو سره يو بهتر او د تل ميراث دے.
عبرانيان ۱۰:۳۴
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
لوقا ۱۲:۳۲
اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل.
اول پطروس ۱:۶
چرته چې بدعمله خلق تکليف نۀ شى جوړولے، او ستړى خلق په آخر کښې آرام مومى.
ايُوب ۳:۱۷
هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“
رويا ۲۱:۴
زما په دې باور دے چې دا کوم تکليفونه چې مونږ يې اوس زغمو د هغه جلال په مقابله کښې هيڅ نۀ دى کوم چې مونږ ته ملاوېدونکے دے.
روميان ۸:۱۸
ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بېاندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.
دوېم کورنتيان ۴:۱۷
ځکه چې مسيح په خپله زمونږ صُلح وکړه.
اِفِسيانو ۲:۱۴
مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو. خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.
دوېم کورنتيان ۵:۱۹, ۲۱
او د هغۀ په وسيله خُدائ پاک راضى شو چې هر څۀ د ځان سره پخلا کړى هغه کۀ په زمکه وى او کۀ په آسمان کښې او هغۀ د مسيح د وينې په وسيله امن راوستو چې په سولۍ تويه شوې ده. يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ. خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بېداغه او بېاِلزامه حاضر کړى.
کولوسيان ۱:۲۰–۲۲
هغه څۀ چې د شريعت په مطابق زمونږ خلاف جرم وو هغۀ هغه ټول ريکارډ ختم کړو. هغه يې يو خوا ته کړل او په سولۍ يې مېخ کړل.
کولوسيان ۲:۱۴
هغۀ شريعت سره د دې د حکمونو او قانون منسوخ کړو. هغۀ په خپل ځان کښې د يهوديانو او غېريهوديانو دوه قبيلې يو او نوے خلقت کړل او صُلح يې په کښې راوسته.
اِفِسيانو ۲:۱۵
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
يوحنا ۱۴:۲۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۲۵
تيطوس ۳:۴ · يرمياه ۳۱:۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۴
روميان ۸:۱۳ · ګلتيان ۵:۱۹
۲۰۲۲ دسمبر ۲۳
يشعياه ۲۷:۵ · يرمياه ۲۹:۱۱
۲۰۲۲ دسمبر ۲۲
اول تِسالونيکيان ۱:۳ · يوحنا ۶:۲۹
۲۰۲۲ دسمبر ۲۱
يشعياه ۶۰:۲۰ · يوحنا ۱۶:۳۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۰
اِفِسيانو ۱:۴ · دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۳
