۲۰۲۲ دسمبر ۲۹
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۳۰: هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى
ورځنۍ رڼا
نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ.
اول کورنتيان ۱:۸
يو وخت تاسو پخپله هم د خُدائ پاک نه لرې وئ او د خپلو سوچونو او بدو اخلاقو په وجه د هغۀ مخالفين وئ. خو اوس د مسيح د جسمانى مرګ په وسيله تاسو د هغۀ سره پخلا شوئ د دې دپاره چې هغه تاسو د هغۀ په حضور کښې مقدس، بېداغه او بېاِلزامه حاضر کړى، کۀ تاسو د ايمان په بنياد مضبوط او ټينګ پاتې شئ او هغه اُميد پرې نۀ ږدئ کوم چې د زيرى په اورېدو ستاسو په زړونو کښې پېدا شوے دے.
کولوسيان ۱:۲۱–۲۳
نو چې تاسو بېداغه او پاک شئ. او په بدو او بېلارې خلقو کښې د خُدائ پاک د معصوم بچو په شان اوسېږئ او په هغوئ کښې تاسو د آسمان د ستورو په شان وځلېږئ.
فيليپيانو ۲:۱۵
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
دوېم پطروس ۳:۱۴
چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ.
فيليپيانو ۱:۱۰
اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى.
يهوداه ۱:۲۴–۲۵
هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى.
اول سموئيل ۲:۹
کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا ۱:۶–۷
چا چې لامبلى وى هغۀ ته د پښو د وينځلو نه علاوه نور حاجت نشته بلکې هغه ټول پاک دے.
يوحنا ۱۳:۱۰
ما درته د عقل او حِکمت لارښودنه وکړه او په نېغه لار مې روان کړې. کله چې تۀ ګرځې نو ستا پښې به هيڅ څيز نۀ منع کوى، او کله چې تۀ منډه وهې نو تيندک به نۀ خورې. زما نصيحتونه راټينګ کړه او دا مۀ پرېږده چې ستا نه لاړ شى. ... د هغوئ د لارو نه ځان وساته، د هغوئ په لار مۀ ځه، د هغوئ د لارو نه راوګرځه او په خپله لار روان اوسه. په غور سره مخامخ نېغ ګوره، او خپل نظر نېغ وساته. او د خپلو قدمونو دپاره لاره هواره کړه، نو بيا به ستا ټوله لار مضبوطه وى. ښې او ګس طرف ته مۀ تاوېږه، او خپلې پښې د شرارت نه وساته.
متلونه ۴:۱۱–۱۳, ۱۵, ۲۵–۲۷
مالِک به ما د هر شېطانى حملې نه بچ کوى او خپلې آسمانى بادشاهۍ ته به مې په حفاظت رسوى. د هغۀ لوئى دې تل تر تله وى. آمين.
دوېم تيموتيوس ۴:۱۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ دسمبر ۲۸
مرقوس ۲:۵ · يرمياه ۳۱:۳۴
۲۰۲۲ دسمبر ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۱۸ · عبرانيان ۱۳:۱۴
۲۰۲۲ دسمبر ۲۶
اول کورنتيان ۱۵:۵۸ · اول کورنتيان ۱۵:۵۸
۲۰۲۲ دسمبر ۲۵
تيطوس ۳:۴ · يرمياه ۳۱:۳
۲۰۲۲ دسمبر ۲۴
روميان ۸:۱۳ · ګلتيان ۵:۱۹
۲۰۲۲ دسمبر ۲۳
يشعياه ۲۷:۵ · يرمياه ۲۹:۱۱
