۲۰۲۲ اګست ۶
ورځنۍ رڼا, اګست ۷: تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟ (متى ۲۲:۴۲)
ورځنۍ رڼا
خو مددګار يعنې روحُ القُدس چې پلار به يې زما په نوم راولېږى.
يوحنا ۱۴:۲۶
کۀ چرې تا ته د خُدائ پاک د نعمت پته وے، او بله دا چې څوک چې ستا نه د څښلو اوبۀ غواړى دا څوک دے، نو تا به د هغۀ نه دا خواست کړے وو او هغۀ به تا له د ژوندون اوبۀ درکړې وې.
يوحنا ۴:۱۰
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“
لوقا ۱۱:۱۳
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ تاسو زما په نوم د پلار نه څۀ هم وغواړئ، نو هغه به يې درکړى. تر اوسه پورې تاسو زما په نوم هيڅ نۀ دى غوښتى. وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى نو چې ستاسو خوشحالى پوره شى.
يوحنا ۱۶:۲۳–۲۴
خو تاسو سره هغه څۀ نشته کوم چې تاسو غواړئ ځکه چې تاسو هغه د خُدائ پاک نه نۀ غواړئ.
يعقوب ۴:۲
خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى. هغه به ما ته لوئى راکړى ځکه چې هغه به زما نه هغه څۀ حاصل کړى چې په ما کښې دى او تاسو ته به ووائى.
يوحنا ۱۶:۱۳–۱۴
خو هغوئ د هغۀ خِلاف سرکشى وکړه او د هغۀ مقدس روح يې خفه کړو. نو مالِک خُدائ د هغوئ دشمن شو او د هغوئ خِلاف يې جنګ وکړو.
يشعياه ۶۳:۱۰
تاسو د مسيح په حقله څۀ وايئ؟
متى ۲۲:۴۲
اے زړو دروازو کولاو شئ، ابدى وروڼو خلاص شئ، چې د جلال بادشاه دننه درشى. هغه د جلال بادشاه څوک دے؟ هغه ربُ الافواج دے، هغه د جلال بادشاه دے.
زبور ۲۴:۹–۱۰
او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“
رويا ۱۹:۱۶
نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“
اول پطروس ۲:۷
خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېريهوديانو په نزد بېوقوفى ده. خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے.
اول کورنتيان ۱:۲۳–۲۴
زۀ د دې عظيمې خبرې په وجه هر څۀ نقصان ګڼم په نسبت د دې چې زۀ خپل مالِک عيسىٰ مسيح وپېژنم. او د هغۀ د خاطره مې هر څۀ د لاسه ووتل خو ما دا ټول څيزونه ګند وګڼلو، د دې دپاره چې مسيح خپل کړم.
فيليپيانو ۳:۸
مالِکه، تا ته د هر څۀ ښۀ پته ده. تۀ په دې پوهېږې چې زۀ تا سره مينه کوم.“ عيسىٰ وفرمائيل.
يوحنا ۲۱:۱۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۵
روميان ۶:۴ · روميان ۶:۱۹
۲۰۲۲ اګست ۴
يوحنا ۱۹:۳۰ · عبرانيان ۱۲:۲
۲۰۲۲ اګست ۳
لوقا ۱:۵۰ · زبور ۳۱:۱۹–۲۰
۲۰۲۲ اګست ۲
رويا ۱۳:۸ · هِجرت ۱۲:۵–۷
۲۰۲۲ اګست ۱
اِفِسيانو ۲:۸ · عبرانيان ۱۱:۶
۲۰۲۲ جولای ۳۱
دوېم تيموتيوس ۲:۳ · يشعياه ۵۵:۴
