۲۰۲۲ اګست ۴
ورځنۍ رڼا, اګست ۵: زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول
ورځنۍ رڼا
نو چې څنګه مسيح د پلار په جلال کښې د مړو نه راپورته شو نو مونږ هم په نوى ژوندون کښې ورسره شامل شُو.
روميان ۶:۴
لکه څنګه چې تاسو يو ځلې خپل ځانونه د ناپاکۍ او بېشرعې کارونو دپاره غلامان کړى وُو، نو دغه شان يې اوس د صداقت دپاره هم غلامان کړئ، چې مقدس شئ.
روميان ۶:۱۹
نو په دې وجه، زما وروڼو او خوېندو، زۀ د خُدائ پاک د رحمتونو په وسيله تاسو ته منت کوم چې خپل ځانونه خُدائ پاک ته د داسې ژوندۍ قربانۍ دپاره وړاندې کړئ چې هغۀ ته مقدسه او قبوله وى، او هم دا ستاسو اصلى عبادت دے. خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى.
روميان ۱۲:۱–۲
نو بيا کۀ څوک په مسيح کښې وى نو هغه نوے مخلوق دے. زاړۀ هر څۀ ختم شول، وګورئ هر څۀ نوى شول.
دوېم کورنتيان ۵:۱۷
ځکه چې د سنتېدو او ناسنتېدو څۀ اهميت نشته، بلکې اهم کار نوے خلقت دے. د خُدائ پاک سلامتى او رحم دې په هغه چا وى څوک چې د دې قانون په مطابق ژوند تېروى.
ګلتيان ۶:۱۵–۱۶
نو زۀ تاسو ته په مالِک کښې په سختۍ سره دا خبره کوم چې تاسو نور د غېريهوديانو په شان مۀ اوسېږئ، لکه څنګه چې هغوئ په خپلو باطلو خيالاتو کښې اوسى.
اِفِسيانو ۴:۱۷
خو دا هغه طريقه نۀ ده کومه چې تاسو د مسيح په حقله زده کړې ده. د کله نه چې تاسو د عيسىٰ په حقله اورېدلى دى او هغه حقيقت مو زده کړے دے کوم چې د هغۀ نه راځى، او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.
اِفِسيانو ۴:۲۰–۲۱, ۲۴
نو ستا رضا دې وشى.
متى ۲۶:۴۲
اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
يرمياه ۱۰:۲۳
زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.
متى ۲۶:۳۹
خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو، لکه څنګه چې د غېږې ماشوم د خپلې مور سره په آرام وى. نو دغه شان زما روح به په ما کښې په آرام وى.
زبور ۱۳۱:۲
مونږ په دې هم نۀ پوهيږو چې دُعا څنګه کول په کار دى خو روحُ القُدس په اسويلو کښې زمونږ داسې شفاعت کوى چې په لفظونو کښې نۀ شى بيانېدلے. او خُدائ پاک څوک چې د زړُونو په رازونو پوهه دے، هغۀ ته دا معلومه ده چې د روحُ القُدس سوچ څۀ دے ځکه چې روحُ القُدس د مقدسينو دپاره د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق شفاعت کوى.
روميان ۸:۲۶–۲۷
تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ.
متى ۲۰:۲۲
نو بيا هغۀ هغوئ ته هر څۀ ورکړل کوم چې دوئ غوښتل، خو هغۀ ورسره وبا هم راولېږله.
زبور ۱۰۶:۱۵
اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.
اول کورنتيان ۱۰:۶
زۀ دا غواړم چې تاسو د پرېشانۍ نه بېغمه اوسئ.
اول کورنتيان ۷:۳۲
د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.
يشعياه ۲۶:۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۳
لوقا ۱:۵۰ · زبور ۳۱:۱۹–۲۰
۲۰۲۲ اګست ۲
رويا ۱۳:۸ · هِجرت ۱۲:۵–۷
۲۰۲۲ اګست ۱
اِفِسيانو ۲:۸ · عبرانيان ۱۱:۶
۲۰۲۲ جولای ۳۱
دوېم تيموتيوس ۲:۳ · يشعياه ۵۵:۴
۲۰۲۲ جولای ۳۰
کولوسيان ۳:۱ · متلونه ۴:۵
۲۰۲۲ جولای ۲۹
يشعياه ۶۴:۱ · غزلې ۸:۱۴
