۲۰۲۲ اګست ۱
ورځنۍ رڼا, اګست ۲: ما يواځې انګور نچوړ کړى دى (يشعياه ۶۳:۳)
ورځنۍ رڼا
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
رويا ۱۳:۸
تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ ... د بنى اِسرائيلو ټول قوم به دا څاروى حلال کړى. خلق دې د هغه وينې نه لږه وينه واخلى او د دروازو په چوکاټونو او پاسنۍ درشل باندې دې ولګوى، د کورونو په هغه چوکاټونو چرته چې هغوئ دا څاروى خورى ... چې کله زۀ مِصريان هلاکوم او زۀ دې وينې ته ګورم.
هِجرت ۱۲:۵–۷, ۱۳
او تاسو د نوې لوظ مينځګړى عيسىٰ او د هغۀ نوستلے شوې د شهادت وينې له راغلى يئ.
عبرانيان ۱۲:۲۴
ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے.
اول کورنتيان ۵:۷
دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بېدينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.
اعمال ۲:۲۳
بلکې دا د اول نه زمونږ دپاره د هغۀ منصوبه وه، يعنې د ازل نه، چې د عيسىٰ مسيح په وسيله په مونږ خپل فضل وکړى.
دوېم تيموتيوس ۱:۹
په هغۀ کښې مونږ ته د هغۀ د وينې په وسيله خلاصون، يعنې د ګناهونو معافى.
اِفِسيانو ۱:۷
نو بيا چې مسيح په جسمانى توګه مصيبت وزغملو نو تاسو هم د مسيح غوندې طبيعت خپل کړئ، ځکه چا چې درد او مصيبت وزغملو هغه د ګناه د قبضې نه آزاد شو، نو چې تاسو خپل نور پاتې دُنياوى ژوند په انسانى خواهشونو تېر نۀ کړئ بلکې د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق يې تېر کړئ.
اول پطروس ۴:۱–۲
”ما يواځې انګور نچوړ کړى دى.
يشعياه ۶۳:۳
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
هِجرت ۱۵:۱۱
هغۀ وکتل چې هيڅوک هم نۀ وو، هغه حېران شو چې د خلاصى والا څوک هم نۀ وو چې د مظلوم مدد وکړى. خو بيا د هغۀ خپل لاس هغۀ له خلاصون ورکړو، او د هغۀ صداقت د هغۀ مدد کولو.
يشعياه ۵۹:۱۶
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو.
اول پطروس ۲:۲۴
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو.
ګلتيان ۳:۱۳
سرود ووايئ مالِک خُدائ ته نوے سرود ووايئ، ځکه چې هغۀ عجيبه او ښکلى کارونه کړى دى، د هغۀ ښى لاس او د هغۀ مقدس مټ د هغۀ دپاره د خلاصون کارونه کړى دى.
زبور ۹۸:۱
دغه شان هغۀ د روحانى حاکمانو او د اختيار د خاوندانو نه وسلې واخستلې، او هغوئ يې په خلقو کښې رسوا کړل او د سولۍ په وسيله يې په هغوئ کاميابى حاصله کړه.
کولوسيان ۲:۱۵
کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.
يشعياه ۵۳:۱۱
زۀ به روان شم او د طاقت سره به روان يم.
قاضيانو ۵:۲۱
د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.
روميان ۸:۳۷
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول.
رويا ۱۲:۱۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۳۱
دوېم تيموتيوس ۲:۳ · يشعياه ۵۵:۴
۲۰۲۲ جولای ۳۰
کولوسيان ۳:۱ · متلونه ۴:۵
۲۰۲۲ جولای ۲۹
يشعياه ۶۴:۱ · غزلې ۸:۱۴
۲۰۲۲ جولای ۲۸
اِفِسيانو ۵:۲ · يوحنا ۱۳:۳۴
۲۰۲۲ جولای ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۴ · يشعياه ۴۰:۵
۲۰۲۲ جولای ۲۶
عبرانيان ۱۱:۸ · زبور ۴۷:۴
