۲۰۲۲ جولای ۳۰
ورځنۍ رڼا, جولای ۳۱: مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه
ورځنۍ رڼا
د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ سپاهى په شان ما سره په سختو زغملو کښې شريک شه.
دوېم تيموتيوس ۲:۳
ما هغه د قومونو ګواه جوړ کړو، ما هغه د قومونو مشر او فوجى آفسر جوړ کړو.
يشعياه ۵۵:۴
نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.
عبرانيان ۲:۱۰
د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.
اعمال ۱۴:۲۲
ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى. په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ.
اِفِسيانو ۶:۱۲–۱۳
اګر کۀ مونږ انسانان يو خو زمونږ جنګ د انسانانو په مطابق نۀ دے. ځکه چې زمونږ د جنګ وسلې انسانى نۀ دى بلکې زمونږ وسلې د مضبوطو قلاګانو د نړولو دپاره د خُدائ پاک د قُدرت دى. مونږ پرې هر قسمه غلط بحثونه.
دوېم کورنتيان ۱۰:۳–۴
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.
اول پطروس ۵:۱۰
پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ.
اِفِسيانو ۴:۳
بدن هم يو دے او روحُ القُدس هم يو دے او دغه شان تاسو هم د يو اُميد دپاره رابللے شوى وئ.
اِفِسيانو ۴:۴
ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو. نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ نو تاسو د رسولانو او نبيانو په بنياد ودان کړے شوى يئ چې عيسىٰ مسيح يې په خپله د ګوټ سر کاڼے دے. په هغۀ کښې د عمارت ټولې برخې رايوځائ کيږى او ترې نه د مالِک مقدس کور جوړيږى. نو تاسو هم د هغۀ په يووالى کښې د نورو سره د خُدائ پاک يو داسې کور جوړوئ چې په کوم کښې خُدائ پاک د خپل روح په وسيله اوسيږى.
اِفِسيانو ۲:۱۸–۲۲
څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى. دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
زبور ۱۳۳:۱–۲
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
اول پطروس ۱:۲۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۲۹
يشعياه ۶۴:۱ · غزلې ۸:۱۴
۲۰۲۲ جولای ۲۸
اِفِسيانو ۵:۲ · يوحنا ۱۳:۳۴
۲۰۲۲ جولای ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۴ · يشعياه ۴۰:۵
۲۰۲۲ جولای ۲۶
عبرانيان ۱۱:۸ · زبور ۴۷:۴
۲۰۲۲ جولای ۲۵
اول يوحنا ۳:۱۴ · يوحنا ۵:۲۴
۲۰۲۲ جولای ۲۴
روميان ۱۲:۱۲ · اول سموئيل ۳:۱۸
