۲۰۲۲ جولای ۲۳
ورځنۍ رڼا, جولای ۲۴: عيسىٰ په ژړا شو (يوحنا ۱۱:۳۵)
ورځنۍ رڼا
په مصيبت کښې صابر او په دُعا کښې مشغول اوسئ.
روميان ۱۲:۱۲
هغه مالِک خُدائ دے، هغۀ ته چې څۀ ښۀ ښکارى نو هم هغه به وکړى.
اول سموئيل ۳:۱۸
اګر چې زۀ بېګناه يم او زۀ هغۀ له جواب نۀ شم ورکولے، زۀ خپل قاضى ته صِرف د رحم درخواست کولے شم.
ايُوب ۹:۱۵
هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.
ايُوب ۱:۲۱
ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.
ايُوب ۲:۱۰
عيسىٰ په ژړا شو.
يوحنا ۱۱:۳۵
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو.
يشعياه ۵۳:۳–۴
ځکه چا سره چې مالِک خُدائ مينه کوى نو د هغۀ تنبيه هم کوى. او هغه هر هغه چا له سزا هم ورکوى چې هغه يې د خپل زوئ په توګه قبول کړى.“
عبرانيان ۱۲:۶, ۱۱
او زمونږ دا دُعا ده چې تاسو دې د هغۀ په ټول جلالى قدرت سره مضبوط شئ چې په تاسو کښې دې لوئ زغم او صبر پېدا شى. او تاسو دې په خوشحالۍ معمور شئ.
کولوسيان ۱:۱۱
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا ۱۶:۳۳
خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.
روميان ۴:۲۰
په خُدائ پاک ايمان ساتئ. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک دې غر ته ووائى چې د دې خپل ځايه اوچت شه او سمندر کښې وغورزېږه، او په زړۀ کښې يې شک نۀ وى او ايمان ساتى، نو هر څۀ چې وائى هغه به د هغۀ دپاره وشى. ځکه زۀ تاسو ته وايم، تاسو چې د څۀ دپاره هم دُعا کوئ نو ايمان ساتئ چې دا تاسو حاصل کړو نو هغه به ستاسو شى.
مرقوس ۱۱:۲۲–۲۴
او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى، ځکه چې څوک خُدائ پاک ته راځى هغوئ ته په دې ايمان راوړل په کار دى چې هغه موجود دے او چې څوک هغه لټوى، هغوئ ته اجر ورکوى.
عبرانيان ۱۱:۶
اِبراهيم چا سره چې خُدائ پاک لوظونه کړى وُو هغه دې ته تيار شو چې خپل يکى يو زوئ قربان کړى، کۀ څۀ هم چې خُدائ پاک فرمائيلى وُو، ”چې هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“ ځکه چې د اِبراهيم په دې ايمان وو چې خُدائ پاک د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو قدرت لرى.
عبرانيان ۱۱:۱۷–۱۹
هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى.
روميان ۴:۲۱
داسې څۀ شته چې د مالِک خُدائ دپاره مشکل وى؟
پېدايښت ۱۸:۱۴
د بنى آدم دپاره خو دا ناممکنه ده خو خُدائ پاک ته هر څۀ ممکن دى.
متى ۱۹:۲۶
زمونږ ايمان قوى کړه.
لوقا ۱۷:۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۲۲
روميان ۶:۱۰ · يشعياه ۵۳:۱۲
۲۰۲۲ جولای ۲۱
روميان ۳:۱–۲ · يرمياه ۴:۴
۲۰۲۲ جولای ۲۰
يوحنا ۱۷:۱۶ · يشعياه ۵۳:۳
۲۰۲۲ جولای ۱۹
لوقا ۱:۴۹ · هِجرت ۱۵:۱۱
۲۰۲۲ جولای ۱۸
يوحنا ۱۰:۳ · دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
۲۰۲۲ جولای ۱۷
يُونس ۴:۲ · شمېر ۱۴:۱۷–۱۸
