۲۰۲۲ جولای ۱۸
ورځنۍ رڼا, جولای ۱۹: تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى (زبور ۱۳۳:۳)
ورځنۍ رڼا
ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے.
لوقا ۱:۴۹
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
هِجرت ۱۵:۱۱
اے مالِکه خُدايه، ستا نه بغېر بل خُدائ نشته، ستا په شان کارونه څوک هم کولے نۀ شى.
زبور ۸۶:۸
اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې.
رويا ۱۵:۴
ستا نوم دې پاک وى.
متى ۶:۹
”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل.
لوقا ۱:۶۸
دا څوک دے چې د ادوم نه راروان دے، سرې جامې يې اغوستې دى او د بُصره ښار نه راروان دے؟ دا څوک دے چا چې د رُعب شاهى لباس اغوستے دے او قوت سره روان دے؟ ”هم زۀ يم، چې د صداقت اعلان کوم، او د بچ کولو طاقت لرم.“
يشعياه ۶۳:۱
ما يو جنګيالى ته طاقت ورکړو، ما د خلقو نه يو ځوان سړے غوره کړو.
زبور ۸۹:۱۹
د خُدائ پاک جلال دې وى څوک چې قادر دے او د هغه قدرت په وسيله چې په مونږ کښې کار کوى هغه زمونږ د منت او خيال نه ډېر زيات کار کولے شى، هغۀ ته دې په جماعت کښې او په عيسىٰ مسيح کښې د تل دپاره نسل در نسل جلال وى.
اِفِسيانو ۳:۲۰–۲۱
دا لکه د حرمون د پرخې په شان چې د صيون په غر باندې راوريږى.
زبور ۱۳۳:۳
د سِريون غرۀ پورې خور وو، کوم چې حرمون دے.
ګردان ۴:۴۸
دا ځکه چې مالِک خُدائ هلته خپلو خلقو ته برکت ورکوى. تر دې چې ابدى ژوندون ورکوى.
زبور ۱۳۳:۳
زۀ به د بنى اِسرائيل دپاره د پرخې په شان يم. زۀ به هغوئ لکه د نيلوفر ګل و ګلزار کړم، د لبنان د دِيار د ونو په شان به يې جرړې مضبوطې وى.
هوسيع ۱۴:۵
زما تعليمات به د باران په شان راپرېوځى، او زما پېغام به د پرخې په شان راکوزيږى. پرېږده چې زما خبرې په تازه واښو باندې د باران په شان راپرېوځى، او چې د نرى باران په شان په شنو بوټو باندې ووريږى.
ګردان ۳۲:۲
لکه څنګه چې باران او واوره د آسمان نه راوريږى او هسې واپس نۀ ځې بلکې زمکه اوبۀ کوى. دې سره فصلونه راشنۀ کيږى زميندار له تخم او اوږى له خوراک ورکوى. زما کلام هم، هم دغسې دے. چې زما د خولې نه وځې نو خالى لاس به واپس نۀ راځى. دا به زما مرضى پوره کوى او په هغه هر څۀ کښې به کامياب وى د څۀ دپاره چې ما لېږلے وى.
يشعياه ۵۵:۱۰–۱۱
ځکه چې خُدائ پاک روحُ القُدس بېاندازې ورکوى.
يوحنا ۳:۳۴
ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو.
يوحنا ۱:۱۶
دا د هغه قيمتى تېلو په شان چې په سر باندې لګولے شوى وى، او د هارون په ږيره بهېدلى وى، او د هغۀ د چُوغې په غاړه راروان وى.
زبور ۱۳۳:۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۱۷
يُونس ۴:۲ · شمېر ۱۴:۱۷–۱۸
۲۰۲۲ جولای ۱۶
هِجرت ۱۹:۶ · رويا ۵:۹–۱۰
۲۰۲۲ جولای ۱۵
متى ۶:۱۰ · زبور ۱۰۳:۲۰–۲۱
۲۰۲۲ جولای ۱۴
متى ۱۲:۳۴ · کولوسيان ۳:۱۶
۲۰۲۲ جولای ۱۳
غزلې ۷:۱۰ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
۲۰۲۲ جولای ۱۲
هِجرت ۳۳:۱۴ · ګردان ۳۱:۶
