ورځنۍ رڼا, جولای ۱۳: زۀ د خپل جانان يمه (غزلې ۷:۱۰)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.

ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم، او زما يقين دے چې څۀ چې ما هغۀ ته سپارلى دى د خپلو راتلو تر ورځې پورې هغه د هغې د حفاظت کولو قابل دے.

زۀ په دې پوره يقين ساتم چې نۀ مرګ او نۀ ژوندون، نۀ فرښتې، نۀ نور آسمانى حاکمان، نۀ اوسنى او نۀ راتلونکى څيزونه، نۀ قوتونه، په آسمان کښې او نۀ په زمکه او نۀ په ټول کائنات کښې داسې څۀ څيز شته چې مونږ د خُدائ پاک د مينې نه جدا کولے شى، کومه چې په مالِک عيسىٰ مسيح کښې مونږ ته مِلاو شوې ده.

ما د هغوئ حفاظت وکړو او په هغوئ کښې يو هم هلاک نۀ شو بې له يو نه چې مرګ يې مقرر وو.

ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره خوشحاليږى.

او د انسانانو نه مې خوشحالى حاصلوله.

خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه.

د دې نه لويه مينه چا کښې نشته چې يو کس دې د خپل دوست دپاره خپل سر ورکړى.

ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.

ځکه چې زمونږ ژوند او مرګ د مالِک د لويئ دپاره دے نو کۀ مونږ مړۀ کيږُو او کۀ ژوندى کيږُو نو د مالِک يُو.

د مالِک خُدائ کِتاب وګورئ او په هغې کښې لټون وکړئ چې څۀ فرمائى.

دا حُکمونه ياد ساتئ او په ذهن کښې يې وساتئ. دا په خپلو مټو او خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د يوې نښې په شان وى.

ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.

د خُدائ پاک قانون د هغۀ په زړۀ کښې دے، نو ځکه د سمې لارې نه نۀ ښوئيږى د هغۀ پښې.

ما منلى دى ټول ستا حُکمونه کوم چې ما ساتى د ظالمانو د لارو.

ستا کلام مې خپل زړۀ کښې ساتلے دے نو چې زۀ ستا خلاف ګناه ونۀ کړم.

نو مونږ سره د نبوت هغه کلام دے چې ډېر معتبر دے، دا به تاسو ښۀ وکړئ چې په دې داسې غور وکړئ لکه چې ډيوه په يو تيارۀ ځائ کښې رڼا ورکوى، ترڅو چې سحر شى او د سبا ستورى ستاسو په زړونو کښې وځليږى.

نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ