۲۰۲۲ جولای ۵
ورځنۍ رڼا, جولای ۶: خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ
ورځنۍ رڼا
ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.
کولوسيان ۴:۶
په ځائ خبره داسې وى لکه چې د سپينو زرو په لوښى کښې د سرو زرو مڼه وى. د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.
متلونه ۲۵:۱۱–۱۲
خرابه او پوچه خولۀ مۀ استعمالوئ. کومه خبره چې کوئ چې هغه نېکه او چې د نورو دپاره مدد کوونکى وى، نو څوک چې ستاسو خبرې واورى چې د هغوئ د جوړولو دپاره د ډاډ او برکت باعث وى.
اِفِسيانو ۴:۲۹
ښۀ سړے د زړۀ د خزانې نه نېکى راوباسى او بد سړے چې د زړۀ خزانه يې بده وى هغه ترې بدى راوباسى. ځکه چې تاسو به په خپلو خبرو سره صادق يا ګناه ګار ثابت شئ.“
متى ۱۲:۳۵, ۳۷
خو د عقلمند ژبه پرهرونو له شفا ورکوى.
متلونه ۱۲:۱۸
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
ملاکى ۳:۱۶
کۀ تۀ د بېمطلبه خبرو په ځائ زما قيمتى کلام بيان کړې، نو تۀ به زما پېغمبر يې.
يرمياه ۱۵:۱۹
نو لکه څنګه چې تاسو په هره خبره کښې، د ايمان او کلام او عِلم او جوش او هغه مينه چې ستاسو مونږ سره ده، په هغې کښې وړاندې شوى يئ نو مونږ غواړو چې تاسو هم هغه شان د خېرات په دې کار کښې هم وړاندې شئ.
دوېم کورنتيان ۸:۷
خو زۀ ستا د بېشانه مينې نه همېشه خبر يم.
زبور ۲۶:۳
مالِک خُدائ رحيم او مهربان دے، زر نۀ په غصه کيږى او ډېره مينه کوى.
زبور ۱۴۵:۸
چې په دې تاسو د خپل آسمانى پلار زامن شئ، څوک چې په بدو او په ښو يو شان نمر راخېژوى او په نېکو او بدو خلقو يو شان باران ورَوى.
متى ۵:۴۵
لکه د خُدائ پاک د ګرانو بچو په شان، نو هغه د خپل ژوند مثال وګرځوئ. او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
اِفِسيانو ۵:۱–۲
نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.
اِفِسيانو ۴:۳۲
تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.
اول پطروس ۱:۲۲
ځکه چې د مسيح مينه مونږ په دې مجبوروى.
دوېم کورنتيان ۵:۱۴
خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے. ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.
لوقا ۶:۳۵–۳۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۴
يوحنا ۱۳:۲۳ · يشعياه ۶۶:۱۳
۲۰۲۲ جولای ۳
روميان ۸:۱۷ · ګلتيان ۳:۲۹
۲۰۲۲ جولای ۲
هِجرت ۱۲:۴۳ · عبرانيان ۱۳:۱۰
۲۰۲۲ جولای ۱
ګلتيان ۵:۲۲ · اِفِسيانو ۵:۱
۲۰۲۲ جون ۳۰
رويا ۳:۱۹ · عبرانيان ۱۲:۵–۶
۲۰۲۲ جون ۲۹
اول يوحنا ۵:۳ · يوحنا ۶:۴۰
