ورځنۍ رڼا, جولای ۹: او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

وګوره، ما ستا ګناهونه لرې کړل، او زۀ به تا ته ښائسته جامې درواغوندم.

بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه، او د چا په ګناهونو چې پړده واچولے شوه.

مونږ ټول د هغه سړى په شان يُو څوک چې ناپاک وى.

ځکه چې زۀ په دې پوهېږم چې زما د ګناه په فطرت کښې هيڅ نېکى نشته، او اګر چې زۀ د نېکۍ کولو خواهش کوم خو کولے يې نۀ شم.

تاسو څومره چې په مسيح کښې بپتسمه شوى يئ، د مسيح جامې مو اغوستې دى.

يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو، تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ.

نۀ په هغه صداقت کوم چې ما د شريعت نه حاصل کړے دے ... او د خُدائ پاک د خوا نه هغه صداقت چې په ايمان ولاړ دے.

زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ.

او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.

زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.

نو د هر ګلکار کار به په خپله ښکاره شى ځکه چې د قيامت په ورځ به دا په اور راڅرګند شى.

نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.

خو تاسو ولې په بل ايماندار ورور يا خور اِلزام لګوئ؟ يا تاسو ولې بل ايماندار ورور يا خور ته سپک ګورئ؟ ځکه چې مونږ ټول به د خُدائ پاک د عدالت د تخت په وړاندې ودرېږو. نو بيا مونږ هر يو به خُدائ پاک ته خپل حساب ورکوو. نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو.

دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.

بيا دا چې پلار د هيچا عدالت هم نۀ کوى بلکې دا ټول اختيار يې زوئ ته سپارلے دے او هغۀ عيسىٰ ته د عدالت اختيار ورکړو ځکه چې هغه اِبن آدم دے.

د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے، ستا مقصد عظيم او ستا کارونه زورَور دى. ستا سترګې د انسان ټولې لارې وينى، او تۀ هر يو ته د خپل چال چلن او عمل په مطابق اجر ورکوې.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ