ورځنۍ رڼا, جولای ۱۱: خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے.

څوک د جنګيالى نه مالِ غنيمت اخستلے شى څۀ؟ يا څوک د يو ظالم کس نه قېديان خلاصولے شى څۀ؟ خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم ... نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“

يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.

ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.

ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.

کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى. کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.

هغه تږو له تنده ماتوى او اوږى په ښۀ خوراکونو مړوى.

اوس تاسو د مالِک د مهربانه کېدو خوند اخستے دے.

اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې. د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم، روح او زما ځان ستا تږے دے، لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه. تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې.

روح مې ليواله دے تر دې چې ناتوانه دے، د دې دپاره چې زۀ د مالِک خُدائ دربار ته ننوځم. زما زړۀ او زما ځان په چغه د ژوندى خُدائ ثناء صِفت کوى.

زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده.

زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.

هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى، نمر به دوئ نۀ تنګوى او نۀ به تېزه ګرمى تکليف وررسوى. ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“

معمور به کړې هغوئ په پرېمانه مېلمستيا د خپل کور، او تۀ به هغوئ د خپل برکتونو د درياب نه کړې معمور.

او زما خلق به زما په نعمتونو باندې ماړۀ پټ شى. مالِک خُدائ دا فرمائى.“

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ