۲۰۲۲ جولای ۲۲
ورځنۍ رڼا, جولای ۲۳: بيا به آخرت راشى (اول کورنتيان ۱۵:۲۴)
ورځنۍ رڼا
بيا به آخرت راشى.
اول کورنتيان ۱۵:۲۴
خو د هغې ورځې او ساعت هيچا ته پته نشته، نۀ خو د آسمان فرښتو ته پته شته او نۀ زوئ ته، خو صرف زما پلار پرې خبر دے. خبردار اوسئ، ويښ اوسئ. تاسو د دې نه خبر نۀ يئ چې هغه وخت به کله راځى. او زۀ چې څۀ تاسو ته وايم نو هغه ټولو ته وايم چې بېدار اوسئ.“
مرقوس ۱۳:۳۲–۳۳, ۳۷
مالِک په خپل لوظ کښې سستى نۀ کوى لکه چې بعضې خلقو ته سستى ښکارى بلکې هغه ستاسو په حقله صبر کوى، او هغه غواړى چې څوک هم هلاک نۀ شى بلکې چې ټول توبه وباسى.
دوېم پطروس ۳:۹
نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى. ... ګورئ، قاضى په دروازه کښې ولاړ دے.
يعقوب ۵:۸–۹
آو، زۀ زر درځم.“ آمين.
رويا ۲۲:۲۰
نو څنګه چې ټول څيزونه په دې طريقه هم ويلى کېدونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن او په ديندارۍ کښې څنګه ژوند کول په کار دى؟
دوېم پطروس ۳:۱۱
د ټولو څيزونو خاتمه رانزدې ده، نو په دې وجه خپل ځان ساتئ او د دُعا کولو دپاره په هوش کښې اوسئ.
اول پطروس ۴:۷
د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ. د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى.
لوقا ۱۲:۳۵–۳۶
اے وروڼو او خوېندو، زمونږ دپاره دُعا کوئ.
اول تِسالونيکيان ۵:۲۵
کۀ په تاسو کښې څوک بيمار وى نو هغوئ دې د جماعت مشران راوبلى او د هغۀ دپاره دې هغوئ دُعا وغواړى او د مالِک په نوم دې هغوئ په تېلو مسح کړى. او کومه دُعا چې په ايمان سره وغوښتے شى د هغې په وجه به بيمار روغ شى ... نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى. الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو. نو چې هغۀ بيا دُعا وغوښتله نو د آسمان نه باران وورېدو او په زمکه فصل زرغون شو.
يعقوب ۵:۱۴–۱۸
او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ، او بېدار اوسئ او د ټولو مقدسينو دپاره بېناغې دُعا کوئ.
اِفِسيانو ۶:۱۸
هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.
روميان ۱:۹
هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ.
کولوسيان ۴:۱۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۲۱
روميان ۳:۱–۲ · يرمياه ۴:۴
۲۰۲۲ جولای ۲۰
يوحنا ۱۷:۱۶ · يشعياه ۵۳:۳
۲۰۲۲ جولای ۱۹
لوقا ۱:۴۹ · هِجرت ۱۵:۱۱
۲۰۲۲ جولای ۱۸
يوحنا ۱۰:۳ · دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
۲۰۲۲ جولای ۱۷
يُونس ۴:۲ · شمېر ۱۴:۱۷–۱۸
۲۰۲۲ جولای ۱۶
هِجرت ۱۹:۶ · رويا ۵:۹–۱۰
