۲۰۲۲ جولای ۲۰
ورځنۍ رڼا, جولای ۲۱: او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟
ورځنۍ رڼا
او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟
روميان ۳:۱
په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى.
روميان ۳:۲
اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ.
يرمياه ۴:۴
کۀ بيا ستاسو د اولاد سخت زړونه نرم شى او د خپلې ګناه او سرکشۍ سزا ورته مِلاو شى، نو زۀ به د يعقوب، اِسحاق او اِبراهيم سره خپل کړے لوظ راياد کړم او زۀ به خپل هغه لوظ بيا تازه کړم چې خپلو خلقو له هغه مُلک ورکړم.
ليويانو ۲۶:۴۱–۴۲
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى.
روميان ۱۵:۸
کله چې تاسو په مسيح ايمان راوړو نو تاسو په جسمانى توګه سنت شوى نۀ وئ. مسيح تاسو په روحانى توګه سنت کړئ او ستاسو د ګناه فطرت يې ختم کړو.
کولوسيان ۲:۱۱
تاسو د خپلو نافرمانو په وجه مړۀ وئ ځکه چې ستاسو د ګناه فطرت ختم شوے نۀ وو. نو بيا خُدائ پاک تاسو د مسيح سره راژوندى کړئ، ځکه چې هغۀ ستاسو ټولې نافرمانۍ معاف کړې.
کولوسيان ۲:۱۳
نو خپل زوړ د ګناه فطرت او پخوانۍ د ژوند تېرولو طريقې پرېږدئ کوم چې په دوکه او شهوت پرستۍ خرابې شوې وې. نو روحُ القُدس ته د خپل سوچ او اخلاق نوى کولو اجازت ورکړئ او خپل ځان په نوى انسانيت کښې ونغاړئ کوم چې په حقيقى صداقت او پاکوالى کښې د خُدائ پاک په صورت جوړ شوى دى.
اِفِسيانو ۴:۲۲–۲۴
هغه وخت د خُدائ د کور پړده د سر نه تر بېخه پورې په مينځ دوه شوه.
متى ۲۷:۵۱
چې په کومه شپه د مالِک عيسىٰ مُخبرى وشوه روټۍ يې راواخسته، او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“
اول کورنتيان ۱۱:۲۳–۲۴
او کومه روټۍ چې زۀ د دُنيا د ژوندون دپاره ورکوم هغه زما بدن دے.“
يوحنا ۶:۵۱
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې ترڅو چې تاسو د اِبن آدم بدن ونۀ خورئ او د هغۀ وينه ونۀ څښئ نو تاسو کښې به ابدى ژوندون نۀ وى. څوک چې زما بدن وخورى او زما وينه وڅښى هغه د تل ژوندون خاوند دے او زۀ به يې د قيامت په ورځ راپاڅوم. څوک چې زما غوښه خورى او زما وينه څښى هغه په ما کښې او زۀ په هغۀ کښې اوسېږم. لکه څنګه چې ژوندى پلار زۀ راولېږلم او زۀ د پلار په وجه ژوندے يم، دغه شان څوک چې زما بدن وخورى هغوئ به زما په وجه ژوندى وى. ... ولې تاسو په دې خفه شوئ؟ بيا به تاسو څۀ سوچ کوئ کۀ تاسو اِبن آدم هغه ځائ ته په ختو ووينئ چرته چې هغه مخکښې وو؟ دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بېفائدې دے.
يوحنا ۶:۵۳–۵۴, ۵۶–۵۷, ۶۱–۶۳
هغۀ د خپل مرګ په وسيله د ژوندون دپاره يوه نوې لار د پړدې د مينځ نه کولاو کړه، نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو.
عبرانيان ۱۰:۲۰, ۲۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۱۹
لوقا ۱:۴۹ · هِجرت ۱۵:۱۱
۲۰۲۲ جولای ۱۸
يوحنا ۱۰:۳ · دوېم تيموتيوس ۲:۱۹
۲۰۲۲ جولای ۱۷
يُونس ۴:۲ · شمېر ۱۴:۱۷–۱۸
۲۰۲۲ جولای ۱۶
هِجرت ۱۹:۶ · رويا ۵:۹–۱۰
۲۰۲۲ جولای ۱۵
متى ۶:۱۰ · زبور ۱۰۳:۲۰–۲۱
۲۰۲۲ جولای ۱۴
متى ۱۲:۳۴ · کولوسيان ۳:۱۶
