۲۰۲۲ جولای ۲۶
ورځنۍ رڼا, جولای ۲۷: څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے
ورځنۍ رڼا
څوک چې د خُدائ پاک په صورت دے.
دوېم کورنتيان ۴:۴
نو د مالِک خُدائ جلال به راڅرګند شى، او ټول بنى آدم به هغه په شريکه وګورى.
يشعياه ۴۰:۵
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو. نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
يوحنا ۱:۱۸, ۱۴
چا چې زۀ ليدلے يم هغۀ پلار هم ليدلے دے.
يوحنا ۱۴:۹
هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى.
عبرانيان ۱:۳
او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو.
اول تيموتيوس ۳:۱۶
چا کښې چې مونږ ته خلاصون، يعنې د ګناهونو نه معافى حاصله ده. مسيح د ناليدلى خُدائ پاک صورت او د ټولو مخلوقاتو نه اول پېدا شوے دے.
کولوسيان ۱:۱۴–۱۵
ځکه چې خُدائ پاک هغوئ د مخکښې نه پېژندل او هغوئ يې د مخکښې نه مقرر کړى وُو، چې دوئ دې د هغۀ د زوئ په شان شى، ترڅو چې د هغۀ زوئ په دې ټولو وروڼو کښې اول زوئ وګرځى.
روميان ۸:۲۹
او څنګه چې مونږ د دې زمکنى انسان په صورت جوړ شوى يُو دغه شان به د آسمانى انسان په صُورت کښې هم شُو.
اول کورنتيان ۱۵:۴۹
ما له دې راکړو طاقت د جنګ دپاره.
زبور ۱۸:۳۹
نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.
دوېم کورنتيان ۱۲:۱۰
آسا مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، تۀ د تکړه لښکر په شان د يو کمزورى لښکر هم په آسانۍ سره مدد کولے شې. اے مالِکه خُدايه زمونږ خُدايه پاکه، اوس زمونږ مدد وکړه، ځکه چې مونږ په تا اعتماد کوُو او ستا په نوم د دې لوئ لښکر سره د جنګ دپاره راغلى يُو. مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ خُدائ پاک يې، هيڅ څوک دا اُميد نۀ شى لرلے چې تا له شکست درکړى.“
دوېم تاريخ ۱۴:۱۱
خو يهوسفط يوه چغه ووهله او مالِک خُدائ.
دوېم تاريخ ۱۸:۳۱
دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم. دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.
زبور ۱۱۸:۸–۹
يو بادشاه به هم د خپل لښکر په ډيروالى بچ نۀ شى، او نۀ به کوم تکړه سپاهى په خپل زور تښتېدے شى. د خلاصون دپاره جنګى آس بېفائدې شى، هغه په خپل ټول زور بيا هم تا بچ کولے نۀ شى.
زبور ۳۳:۱۶–۱۷
ځکه چې زمونږ جنګ د انسان خلاف نه بلکې د بدکارو حکمرانانو، د اختيار د مالِکانو، د دُنيا د تيارو د قوتونو خلاف او د شېطانى ارواح خلاف دے چې په آسمانى ځايونو کښې دى. په دې وجه تاسو د خُدائ پاک په پوره وسلې ځان سمبال کړئ.
اِفِسيانو ۶:۱۲–۱۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۲۵
اول يوحنا ۳:۱۴ · يوحنا ۵:۲۴
۲۰۲۲ جولای ۲۴
روميان ۱۲:۱۲ · اول سموئيل ۳:۱۸
۲۰۲۲ جولای ۲۳
اول کورنتيان ۱۵:۲۴ · مرقوس ۱۳:۳۲–۳۳
۲۰۲۲ جولای ۲۲
روميان ۶:۱۰ · يشعياه ۵۳:۱۲
۲۰۲۲ جولای ۲۱
روميان ۳:۱–۲ · يرمياه ۴:۴
۲۰۲۲ جولای ۲۰
يوحنا ۱۷:۱۶ · يشعياه ۵۳:۳
