۲۰۲۲ جولای ۳۱
ورځنۍ رڼا, اګست ۱: زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے
ورځنۍ رڼا
ځکه چې خُدائ پاک د خپل فضل په سبب تاسو له د ايمان په وجه خلاصون درکړو، او دا ستاسو خپل کار نۀ وو، بلکې دا د خُدائ پاک د خوا نه انعام دے.
اِفِسيانو ۲:۸
او بغېر د ايمان نه د خُدائ پاک خوشحالول ناممکن دى.
عبرانيان ۱۱:۶
څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.
يوحنا ۳:۱۸
خو زما کمزورے ايمان مضبوط کړه.
مرقوس ۹:۲۴
خو څوک چې د هغۀ په کلام عمل کوى نو په دغه کس کښې د خُدائ پاک مينه کامله شوې ده. نو مونږ بيا په دې پوهيږو چې په رښتيا په هغۀ کښې اوسيږو.
اول يوحنا ۲:۵
خو کوم کار چې ضرورى دے، هغه صرف ايمان دے چې ځان په مينې سره څرګندوى.
ګلتيان ۵:۶
ولې تۀ په دې هم نۀ پوهېږې چې د نېک کار کولو نه بغېر ايمان عبث دے؟
يعقوب ۲:۲۰
ځکه چې زمونږ د ژوند تلل په ظاهرى څيزونو نۀ بلکې په ايمان دى.
دوېم کورنتيان ۵:۷
زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۲۰
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى.
اول پطروس ۱:۸–۹
تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے.
يعقوب ۵:۱۱
څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.
زبور ۱۰۳:۱۳
زمونږ مالِک خُدائ بخښونکے او مهربان دے. د هغۀ نه چې څوک يريږى هغوئ ته رزق ورکوى، هغه خپل لوظ د تل دپاره ياد ساتى.
زبور ۱۱۱:۴–۵
هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى. په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى، هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى.
زبور ۱۲۱:۳–۴
لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل. يواځې مالِک خُدائ د خپلو خلقو لارښودنه وکړه د هغۀ سره د پردى خُدائ مدد نۀ وو.
ګردان ۳۲:۱۱–۱۲
د مالِک خُدائ پائيداره مينه هيڅکله نۀ ختميږى او د هغۀ رحم هيڅکله نۀ ختميږى. د هغۀ رحم او مينه هر سحر نوے او تازه کيږى او د هغۀ وفادارى بېشانه لويه ده.
مرثيى ۳:۲۲–۲۳
هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.
متى ۱۴:۱۴
عيسىٰ مسيح پرون، نن او تل تر تله يو شان دے.
عبرانيان ۱۳:۸
خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى. نو بيا مۀ يرېږئ.
متى ۱۰:۳۰, ۲۹, ۳۱
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جولای ۳۰
کولوسيان ۳:۱ · متلونه ۴:۵
۲۰۲۲ جولای ۲۹
يشعياه ۶۴:۱ · غزلې ۸:۱۴
۲۰۲۲ جولای ۲۸
اِفِسيانو ۵:۲ · يوحنا ۱۳:۳۴
۲۰۲۲ جولای ۲۷
دوېم کورنتيان ۴:۴ · يشعياه ۴۰:۵
۲۰۲۲ جولای ۲۶
عبرانيان ۱۱:۸ · زبور ۴۷:۴
۲۰۲۲ جولای ۲۵
اول يوحنا ۳:۱۴ · يوحنا ۵:۲۴
