۲۰۲۲ اګست ۷
ورځنۍ رڼا, اګست ۸: د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده
ورځنۍ رڼا
د صادقانو لار د سحر د رڼا په شان ده، تر هغې ځليږى او لا نوره هم زياتيږى ترڅو چې د ورځې رڼا نۀ وى راښکاره شوى.
متلونه ۴:۱۸
زۀ دا نۀ وايم چې ما دا هر څۀ حاصل کړى دى او يا زۀ کمال ته ورسېدم، بلکې زۀ منډه د دې دپاره وهم چې هغه هر څۀ حاصل کړم ځکه چې عيسىٰ مسيح زۀ خپل کړے يم.
فيليپيانو ۳:۱۲
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو.
هوسيع ۶:۳
او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى.
متى ۱۳:۴۳
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
دوېم کورنتيان ۳:۱۸
خو کله چې کامِل څيز راشى نو دا نامکمل څيزونه به ختم شى.
اول کورنتيان ۱۳:۱۰
ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم.
اول کورنتيان ۱۳:۱۲
ګرانو دوستانو، مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے. او هغه ټول چې په مسيح دا اُميد ساتى، نو هغوئ ځانونه داسې پاک ساتى لکه چې مسيح دے.
اول يوحنا ۳:۲–۳
ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“
روميان ۱۰:۱۳
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
يوحنا ۶:۳۷
اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.
لوقا ۲۳:۴۲–۴۳
تاسو څۀ غواړئ چې زۀ يې ستاسو دپاره وکړم؟“ هغوئ ووئيل، ”مالِکه، مونږ خپل نظر غواړُو. د عيسىٰ زړۀ پرې وسوزېدو او د هغوئ سترګو له يې لاس وروړو نو سمدستى هغوئ بينا شول او په هغۀ پسې روان شول.
متى ۲۰:۳۲–۳۴
نو کۀ بيا تاسو چې دومره ګناهګاران يئ، په دې پوهېږئ چې خپل اولاد له ښۀ څيزونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات روحُ القُدس هغه چا له ورکړى چې څوک يې ترې غواړى.“
لوقا ۱۱:۱۳
زۀ به په تاسو کښې خپل روح واچوم او خپلې تابعدارۍ طرف ته به ستاسو پام راوګرځوم چې زما په اصُولو عمل کوئ او زما د حکمونو په ساتلو کښې احتياط کوئ. مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، يو ځل بيا به د بنى اِسرائيلو درخواست ته توجو وکړم او د هغوئ دپاره به دا وکړم.
حزقىايل ۳۶:۲۷, ۳۷
او په دې زمونږ باور دے چې کۀ مونږ د هغۀ د مرضۍ په مطابق د هغۀ نه څۀ وغواړو نو هغه زمونږ سوالونه اورى. او کۀ مونږ په دې پوهه شو چې خُدائ پاک زمونږ خواست اورى نو دا راته هم پته ده چې څۀ هم ترې غوښتى دى هغه مونږ ته مِلاو شوى دى.
اول يوحنا ۵:۱۴–۱۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۶
متلونه ۳:۱۲ · ګردان ۳۲:۳۹
۲۰۲۲ اګست ۵
روميان ۶:۴ · روميان ۶:۱۹
۲۰۲۲ اګست ۴
يوحنا ۱۹:۳۰ · عبرانيان ۱۲:۲
۲۰۲۲ اګست ۳
لوقا ۱:۵۰ · زبور ۳۱:۱۹–۲۰
۲۰۲۲ اګست ۲
رويا ۱۳:۸ · هِجرت ۱۲:۵–۷
۲۰۲۲ اګست ۱
اِفِسيانو ۲:۸ · عبرانيان ۱۱:۶
