۲۰۲۲ فبروري ۲۶
ورځنۍ رڼا, فبروري ۲۷: هغوئ چرته لاړل؟ (يوحنا ۸:۱۰)
ورځنۍ رڼا
نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ.
روميان ۶:۱۱
هر څوک چې زما خبرو ته غوږ ږدى او په هغه چا ايمان راوړى چې زۀ يې رالېږلے يم، هغه تل عُمرى ژوندون لرى. او هغه به مجرم نۀ شى ځکه چې هغه د مرګ نه ژوندون ته اوړېدلے دے.
يوحنا ۵:۲۴
په شرعى ژوند پوره کولو کښې زۀ مړ شوم، خو د دې په وجه ما خُدائى ژوند حاصل کړو. زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے. زۀ د دې نه وروستو نور ژوندے نۀ يم بلکې مسيح په ما کښې ژوندے دے. او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۱۹–۲۰
ځکه چې زۀ ژوندے يم نو تاسو به هم ژوندى يئ.
يوحنا ۱۴:۱۹
زۀ هغوئ له د تل ژوندون ورکوم او هغوئ به هيڅکله هم هلاک نۀ شى او هيڅوک به يې هم زما د لاس نه ونۀ شوکوى. زما پلار چې ما ته هغوئ حواله کړى دى هغه د هر څۀ نه زورَور دے او هيڅ څوک دا د پلار د لاس نه نۀ شى شوکولے. زۀ او زما پلار يو يُو.“
يوحنا ۱۰:۲۸–۳۰
نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے. ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.
کولوسيان ۳:۱, ۳
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
يعقوب ۱:۵
هغوئ چرته لاړل؟ ولې تۀ هيچا هم مجرمه نۀ کړې څۀ؟“ هغې جواب ورکړو، ”مالِکه، هيچا هم نه.“ او عيسىٰ وفرمائيل، ”او نۀ دې زۀ مجرمه کوم، ځه لاړه شه، خو بيا کله هم ګناه مۀ کوه.
يوحنا ۸:۱۰–۱۱
ځکه چې د دې يو انسان يعنې د آدم نافرمانۍ په ټولو مرګ نازل کړو خو د خُدائ پاک فضل او بخښنه د دې نه لويه ده ځکه چې د يو انسان يعنې عيسىٰ مسيح په وسيله يې هر چا ته ورکړه. ... کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو.
روميان ۵:۱۵–۱۶
خو خُدائ پاک چې په رحم غنى دے هغۀ د خپلې لوئې مينې په وجه مونږ سره ډېره مينه وکړه. تر دې پورې کله چې مونږ د نافرمانو په وجه مړۀ وُو نو هغۀ مونږ د مسيح سره بيا راژوندى کړُو. او د فضل په وسيله تاسو خلاصون بياموندو. خُدائ پاک مونږ د عيسىٰ مسيح سره د مړو نه راوچت کړُو او په آسمان کښې يې د هغۀ سره په تخت کښېنولو، ځکه چې مونږ د مسيح سره يو شوى يُو. نو خُدائ پاک په ټولو راتلونکو زمانو کښې هغه خپل بېاندازې لوئ فضل چې مونږ ته يې راکوى د عيسىٰ مسيح په وسيله به يې مونږ ته په خپل رحم کښې راښکاره کړى.
اِفِسيانو ۲:۴–۷
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ فبروري ۲۵
يعقوب ۴:۷ · يشعياه ۵۹:۱۹
۲۰۲۲ فبروري ۲۴
حزقىايل ۳۶:۳۷ · يعقوب ۴:۲
۲۰۲۲ فبروري ۲۳
عبرانيان ۱۲:۲۴ · يوحنا ۱:۲۹
۲۰۲۲ فبروري ۲۲
زبور ۲۵:۱۲ · متى ۶:۲۲
۲۰۲۲ فبروري ۲۱
ليويانو ۲۰:۸ · ليويانو ۲۰:۲۴
۲۰۲۲ فبروري ۲۰
يشعياه ۵۳:۱۱ · يوحنا ۱۹:۳۰
