ورځنۍ رڼا, فبروري ۲۵: ورک شه اِبليسه (متى ۴:۱۰–۱۱)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى.

ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.

ورک شه اِبليسه. صحيفې وائى چې، تۀ تش مالِک خُدائ پاک ته سجده کوه او صرف هم د هغۀ عبادت کوه. نو اِبليس هغه پرېښودو او فرښتې راغلې او د هغۀ په خِدمت کښې حاضرې شوې.

آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ. د خُدائ پاک په ټولو وسلو ځان سمبال کړئ نو چې تاسو د دې قابل شئ چې د اِبليس د منصوبو خلاف ټينګ ودرېږئ.

د تيارې په بې‌فائدې کارونو کښې حِصه مۀ اخلئ بلکې هغه رسوا کوئ.

او دا د دې دپاره کوُو چې د شېطان په چال کښې راګېر نۀ شُو ځکه چې مونږ د هغۀ د منصوبو نه ناخبره نۀ يُو.

تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى. تاسو ايمان کښې مضبوط شئ او د هغۀ مقابله وکړئ ځکه چې تاسو ته معلومه ده چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو وروڼه او خوېندې هم دغه شان مصيبتونه زغمى.

او دا هغه کاميابى ده کومه چې د ايمان په وسيله مونږ حاصله کړې ده.

د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو.

کاش چې ما هغه موندلے شوے.

په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.

تاسو به زما لټون کوئ او کۀ چرې په پوره زړۀ سره زما لټون وکړئ نو تاسو به مې پېدا کړئ.

ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ځکه هر څوک يې چې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.

مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو.

خو اوس تاسو د عيسىٰ مسيح سره يو شوى يئ. تاسو يو وخت د خُدائ پاک نه لرى وئ، خو اوس د مسيح د وينې په وسيله د هغۀ سره نزدې شوى يئ. ځکه چې د مسيح په وسيله مونږ دواړه په يو روح کښې د پلار په حضور کښې حاضرېدے شُو.

کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى.

او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“

زۀ به هيڅکله هم تاسو نۀ پرېږدم، او تاسو به هيڅکله نۀ هېروم.

او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. ... خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ