۲۰۲۲ فبروري ۲۲
ورځنۍ رڼا, فبروري ۲۳: ستا د غصې زور چا ته معلوم دے؟
ورځنۍ رڼا
او د هغۀ قربانى د هابيل د قربانۍ نه ډېر بهتره وه.
عبرانيان ۱۲:۲۴
هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
يوحنا ۱:۲۹
او د زمکې ټول اوسېدونکى به د هغې عبادت وکړى هغوئ ټول د چا نومونه چې د هغه حلال شوى ګډُورى د ژوندون په کِتاب کښې د ازل نه ليکلے شوى نۀ دى.
رويا ۱۳:۸
ځکه چې دا ممکنه نۀ ده چې د غوَيانو او چېلو وينه ګناهونه لرې کړى. ځکه خو کله چې مسيح دُنيا ته راغلو نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تا قربانى او نذرانه خوښه نۀ کړه بلکې تا زما دپاره يو بدن تيار کړو. او د خُدائ پاک د مرضۍ په وسيله مونږ د عيسىٰ مسيح د بدن د يو ځل قربانېدو په وجه د همېشه دپاره پاک کړے شُو.
عبرانيان ۱۰:۴–۵, ۱۰
بيا هابيل د خپلو ګډو وړومبے ګډُورے راوستو او حلال يې کړو او د ټولو نه ښۀ اندامونه يې د مالِک خُدائ په حضور کښې پېش کړل. مالِک خُدائ د هابيل نه رضا شو او د هغۀ قربانى يې خوښه شوه.
پېدايښت ۴:۴
او د مينې نه داسې ډک ژوند تېر کړئ لکه څنګه مينه چې مسيح زمونږ سره وکړه او خپل ځان يې زمونږ دپاره د خوشبوداره نذرانې په طور خُدائ پاک ته قربان کړو.
اِفِسيانو ۵:۲
نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.
عبرانيان ۱۰:۲۲
نو په دې وجه اے وروڼو او خوېندو، مونږ د عيسىٰ د وينې په سبب زيات مقدس ځائ ته په اطمينان سره ورننوځو.
عبرانيان ۱۰:۱۹
ستا د غصې زور چا ته معلوم دے؟
زبور ۹۰:۱۱
د غرمې په وخت په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د تير ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. او په تير ماسپښين عيسىٰ په اوچت آواز نعرې کړې، ”ايلى، ايلى، لما شبقتنى؟“ يعنې، ”اے زما خُدايه پاکه، اے زما خُدايه پاکه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟“
متى ۲۷:۴۵–۴۶
خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه ۵۳:۶
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.
روميان ۸:۱
په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده.
روميان ۵:۱
مسيح مونږ په بيعه واخستو او د شريعت د لعنت نه يې آزاد کړُو ځکه چې هغه زمونږ دپاره لعنتى شو.
ګلتيان ۳:۱۳
او د خُدائ پاک مينه زمونږ په مينځ کښې داسې ښکاره شوه چې خُدائ پاک دې دُنيا ته خپل يک يو زوئ راولېږلو چې مونږ د هغۀ په وسيله ژوندون ولرو. رښتينې مينه په دې کښې نۀ ده چې مونږ د خُدائ پاک سره مينه وکړه بلکې په دې کښې ده چې هغۀ مونږ سره مينه وکړه، او زمونږ د ګناهونو د کفارې دپاره هغۀ خپل زوئ راولېږلو.
اول يوحنا ۴:۹–۱۰
د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.
روميان ۳:۲۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ فبروري ۲۱
ليويانو ۲۰:۸ · ليويانو ۲۰:۲۴
۲۰۲۲ فبروري ۲۰
يشعياه ۵۳:۱۱ · يوحنا ۱۹:۳۰
۲۰۲۲ فبروري ۱۹
متلونه ۲:۶ · متلونه ۳:۵
۲۰۲۲ فبروري ۱۸
يرمياه ۱۷:۱۷ · زبور ۴:۶
۲۰۲۲ فبروري ۱۷
ليويانو ۴:۱۲ · يوحنا ۱۹:۱۶
۲۰۲۲ فبروري ۱۶
غزلې ۱:۳ · اِفِسيانو ۵:۲
