ورځنۍ رڼا, فبروري ۲۱: زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او تاسو مقدس کوم.“

زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم او ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ. تاسو به مقدس شئ او صِرف زما به شئ، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ يم او زۀ مقدس يم. ما تاسو د نورو قومونو نه جدا کړى يئ چې تاسو صِرف زما اوسئ.

زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى.

دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.

خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى.

نو ځکه عيسىٰ هم د ښار د دروازې نه بهر تکليف وزغملو د دې دپاره چې د خپلې وينې په وسيله خلق مقدس کړى.

او د خپل لوئ خُدائ پاک او خلاصوونکى عيسىٰ مسيح د جلال د څرګندېدو په اِنتظار کښې يُو. نو هغه هغه څوک دے چا چې خپل ځان زمونږ دپاره قربان کړو چې مونږ د هر قسمه بې‌شرعې کارونو نه آزاد او پاک کړى او خپل هغه خلق مو جوړ کړى څوک چې د نېکو کارونو خواهشمند دى.

ځکه هغه څوک چې پاکوونکے دے او هغوئ څوک چې پاکيږى د ټولو پلار يو دے، نو په هم دې وجه عيسىٰ هغوئ ته په ورور او خور وئيلو نۀ شرميږى.

او د دوئ دپاره زۀ خپل ځان مقدس کوم نو چې دوئ هم په حقيقت کښې مقدس شى.

تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ.

نُور په صادقانو وځلېدلو، او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.

څوک چې په اوښکو سره کَر وکړى، نو هغوئ به لَو په خوشحالۍ سره وکړى. او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى، او تخم د کَرلو دپاره وړى، خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى، کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.

او څۀ چې تاسو کَرئ دا تاسو تيار بوټى نۀ کَرئ بلکې صرف د تخم دانه کَرئ کۀ هغه د غنم وى يا د څۀ بل څيز وى.

زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو، نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ