۲۰۲۲ فبروري ۲۱
ورځنۍ رڼا, فبروري ۲۲: سترګې د بدن دپاره ډيوې دى (متى ۶:۲۲)
ورځنۍ رڼا
څوک دى هغوئ چې د مالِک خُدائ نه يره کوى؟ هغه به دوئ ته هغه لار وښائى کومه چې دوئ دپاره غوره کول دى.
زبور ۲۵:۱۲
سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.
متى ۶:۲۲
ستا کلام زما د پښو دپاره ډيوه ده او زما د لارې دپاره رڼا ده.
زبور ۱۱۹:۱۰۵
کۀ تاسو د لارې نه ښى يا ګس طرف ته واوړئ، نو د وروستو نه به ستاسو لار ښودنه کيږى چې، ”دا لاره صحيح ده، په دې روان شئ.“ تاسو به په خپلو غوږونو دا اورئ.
يشعياه ۳۰:۲۱
مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم. د مست آس يا قچر په شان مۀ جوړېږئ چې د واګو او قېزې نه بغېر نۀ قابو کيږى. بدکارانو او شريرانو له غمونه ډېر وى، خو د چا چې په هغۀ باندې توکل وى د مالِک خُدائ مينه د هغۀ نه ګېرچاپېره وى. نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.
زبور ۳۲:۸–۱۱
اے مالِکه خُدايه، زۀ په دې پوهېږم چې د انسان د ژوندون اختيار د دۀ په خپل لاس کښې نۀ دے. او نۀ هغه په خپلې مرضۍ سره د خپل ژوند لار مقررولے شى.
يرمياه ۱۰:۲۳
کله چې تۀ څملې، تۀ به نۀ يرېږې، او تۀ به په خوږ خوب اودۀ کېږې.
متلونه ۳:۲۴
خو په درياب کښې يو زورَور طوفان راغلو، چپو کِشتۍ داسې ووهله چې ډوبېدو ته نزدې شوې وه. عيسىٰ وروستو په کِشتۍ کښې اودۀ وو او بالښت يې سر لاندې پروت وو.
مرقوس ۴:۳۷–۳۸
د هيڅ خبرې غم مۀ کوئ بلکې په هره خبره کښې خپل درخواستونه د دُعا او زارۍ په وسيلې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک په حضور کښې پېش کوئ، نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو ۴:۶–۷
زۀ به په بېغمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.
زبور ۴:۸
کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.
زبور ۱۲۷:۲
کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“ بيا هغه په ګوډو شو او په زوره يې چغې کړې، ”مالِکه، دوئ په دې ګناه مۀ نيسه.“ او د دې وينا نه وروستو يې ساه ورکړه.
اعمال ۷:۵۹–۶۰
مونږ په دې ډاډه يُو چې د بدن غوندې کور به پرېږدو او د مالِک سره اوسېدل به زيات خوښوو.
دوېم کورنتيان ۵:۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ فبروري ۲۰
يشعياه ۵۳:۱۱ · يوحنا ۱۹:۳۰
۲۰۲۲ فبروري ۱۹
متلونه ۲:۶ · متلونه ۳:۵
۲۰۲۲ فبروري ۱۸
يرمياه ۱۷:۱۷ · زبور ۴:۶
۲۰۲۲ فبروري ۱۷
ليويانو ۴:۱۲ · يوحنا ۱۹:۱۶
۲۰۲۲ فبروري ۱۶
غزلې ۱:۳ · اِفِسيانو ۵:۲
۲۰۲۲ فبروري ۱۵
متلونه ۲۰:۹ · زبور ۱۴:۲–۳
