ورځنۍ رڼا, جنوري ۱۵: زۀ په خاورو کښې پروت يم (زبور ۱۱۹:۲۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

زۀ په خاورو کښې پروت يم، او په خپل کلام دې ما راژوندے کړه.

نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے. د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ. ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے.

خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.

ځکه څۀ چې زمونږ د ګناه فطرت غواړى هغه د خُدائ پاک د روح خلاف دے، او څۀ چې د خُدائ پاک روح غواړى هغه د ګناه د فطرت خلاف دے، نو دا په خپلو کښې د يو بل خلاف دى، نو په دې وجه تاسو چې څۀ کول غواړئ هغه نۀ شئ کولے.

نو بيا اے زما وروڼو او خوېندو، په مونږ اوس د ګناه د اختيار هيڅ حق پاتې نۀ شو چې مونږ دې ته مجبور کړى چې مونږ د ګناه په فطرت کښې ژوند تېر کړُو. ځکه کۀ چرې تاسو د ګناه د فطرت په مطابق ژوند تېر کړئ نو تاسو به مړۀ شئ، خو کۀ چرې د روح په وسيله تاسو د وجود خواهشات مړۀ کړئ نو تاسو به ژوندى پاتې شئ.

خوږو ملګرو، زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.

هغه دې خپل ځان د هغې په مطابق وګڼى.

په ايمان کښې کمزورى خلق ځان سره شريک کړئ او په مسائيلو کښې ورسره بحث مباحثه مۀ کوئ.

خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.

ستا عقيده څومره کمزورې ده. شک دې ولې وکړو؟

تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې.

زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“ ... څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“

زمونږ ايمان قوى کړه.

تاسو د خپل مقدس ايمان په بنياد يو بل قائم کړئ او د روحُ القُدس په طاقت دُعاګانې کوئ.

په هغۀ کښې جرړې خورې کړئ او خپل ژوند په هغۀ باندې آباد کړئ.

خو دا خُدائ پاک دے چې مونږ يې تاسو سره په مسيح کښې مضبوط کړى يُو.

د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.

غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.

نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ