۲۰۲۱ دسمبر ۱۸
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۹: سترګې د بدن دپاره ډيوې دى (متى ۶:۲۲)
ورځنۍ رڼا
کۀ څۀ هم په تيارۀ کښې صادقانو ته رڼا ځليږى.
زبور ۱۱۲:۴
په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.
يشعياه ۵۰:۱۰
کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
زبور ۳۷:۲۴
نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده.
متلونه ۶:۲۳
ما ته په حسرت سره مۀ ګوره، زما دشمنه، اګر کۀ زۀ غورزېدلے يم، زۀ به بيا راوچت شم. اګر کۀ زۀ په تيارۀ کښې ناست يم، خو مالِک خُدائ به زما رڼا وى. ځکه چې ما د هغۀ خلاف ګناه کړې ده، نو زۀ به د مالِک خُدائ قهر وزغمم، ترڅو چې هغه زما د مقدمې وکالت وکړى او زما حق قائم کړى. هغه به ما بهر رڼا ته راولى، زۀ به د هغۀ صداقت وګورم.
ميکاه ۷:۸–۹
سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى. خو کۀ سترګې دې خرابې وى نو ستا ټول بدن به په توره تيارۀ کښې وى. او کۀ چرې کومه رڼا چې په تا کښې ده، کۀ هغه هم تيارۀ ده نو بيا دا څومره لوئ تورتم دے.
متى ۶:۲۲–۲۳
هغه به د يو شپون په شان د خپلو ګډو ساتنه کوى، هغه به ګډُورى په خپل غېږ کښې وړى او زړۀ سره به يې نزدې نيولى وى او ګډې به يې ډېر په خيال سره ځان سره روانې کړې وى.
يشعياه ۴۰:۱۱
په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.
متى ۱۵:۳۲
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان ۴:۱۵
بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل. هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.
مرقوس ۱۰:۱۳, ۱۶
زۀ د ورکې شوې ګډې په شان بېلارې شوے يمه خپل خِدمت کوونکے دې ولټوه.
زبور ۱۱۹:۱۷۶
ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“
لوقا ۱۹:۱۰
ځکه چې تاسو د بېلارې ګډو په شان ګرځېدئ خو اوس تاسو خپل شپونکى او حفاظت کوونکى له بيا راغلى يئ.
اول پطروس ۲:۲۵
اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى.
لوقا ۱۲:۳۲
زۀ به په خپله د خپلو ګډو شپون يم او هغوئ له به آرام ورکړم، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
حزقىايل ۳۴:۱۵
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ دسمبر ۱۷
زبور ۸۰:۱۸ · يوحنا ۶:۶۳
۲۰۲۱ دسمبر ۱۶
يوحنا ۱۳:۱ · يوحنا ۱۷:۹–۱۰
۲۰۲۱ دسمبر ۱۵
ګلتيان ۶:۲ · فيليپيانو ۲:۴–۵
۲۰۲۱ دسمبر ۱۴
زبور ۶۶:۲ · يشعياه ۴۳:۲۱
۲۰۲۱ دسمبر ۱۳
دوېم تيموتيوس ۲:۱ · کولوسيان ۱:۱۱
۲۰۲۱ دسمبر ۱۲
صفنياه ۳:۱۵ · يشعياه ۴۱:۱۰
