۲۰۲۱ دسمبر ۱۴
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۵: عيسىٰ په ژړا شو (يوحنا ۱۱:۳۳, ۳۵)
ورځنۍ رڼا
تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.
ګلتيان ۶:۲
تاسو صرف د خپل ځان سوچ مۀ کوئ، بلکې د نورو هم خيال ساتئ. ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. ... او د انسان په صورت پېدا شو.
فيليپيانو ۲:۴–۵, ۷
ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“
مرقوس ۱۰:۴۵
او هغه د ټولو دپاره مړ شو نو چې څوک ژوندى دى هغه دې د ځان دپاره نۀ وى ژوندى بلکې د هغۀ د خاطره دې ژوندى وى څوک چې د هغوئ دپاره مړ شو او بيا ژوندے شو.
دوېم کورنتيان ۵:۱۵
کله چې عيسىٰ مريم او ورسره يهوديان په ژړا وليدل نو هغۀ يو سوړ اسويلے وکړو او ډېر زهير شو. عيسىٰ په ژړا شو.
يوحنا ۱۱:۳۳, ۳۵
څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.
روميان ۱۲:۱۵
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ. د بدو په بدل کښې چا سره بد مۀ کوئ او د کنځلو په بدل کښې چا ته کنځل مۀ کوئ، بلکې د دې په ځائ ورله برکت وغواړئ ځکه چې تاسو د دې دپاره رابللے شوى يئ چې د برکت وارثان شئ.
اول پطروس ۳:۸–۹
لاړ شه او نن د انګورو په باغ کښې کار وکړه.
متى ۲۱:۲۸
نو اوس نور تۀ غلام نۀ يې بلکې زوئ يې، او چې زوئ يې نو د خُدائ پاک وارث هم يې.
ګلتيان ۴:۷
نو تاسو هم خپل ځانونه ګناه ته مړۀ وګڼئ او په عيسىٰ مسيح کښې په شاملېدو سره يې خُدائ پاک ته ژوندى وګڼئ. نو ځکه تاسو خپل ځان ګناه ته مۀ پرېږدئ چې په تاسو حکومت وکړى او چې تاسو د نفس تابع کړى. نور تاسو د خپل وجود اندامونه ګناه ته د بدکارۍ د ساز و سامان په طور مۀ وړاندې کوئ بلکې خپل ځانونه خُدائ پاک ته وړاندې کړئ د هغوئ په شان څوک چې د مرګ نه بيا راژوندى شوى دى، او خپل اندامونه خُدائ پاک ته د صداقت د ساز و سامان په طور وړاندې کړئ.
روميان ۶:۱۱–۱۳
تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ. څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ.
اول پطروس ۱:۱۴–۱۵
څوک چې خپل ځانونه د هغه څيزونو نه پاک کړى چې شرمناک وى نو هغه به د خاص استعمال او د عزت لوښى شى او د کور د مالِک د هر ښۀ کار دپاره به تيار او فائده مند وى.
دوېم تيموتيوس ۲:۲۱
نو اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، ټينګ او قائم اوسئ او همېشه د مالِک په کار کښې بوخت اوسئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په مالِک کښې ستاسو خوارى بېفائدې نۀ ده.
اول کورنتيان ۱۵:۵۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ دسمبر ۱۳
دوېم تيموتيوس ۲:۱ · کولوسيان ۱:۱۱
۲۰۲۱ دسمبر ۱۲
صفنياه ۳:۱۵ · يشعياه ۴۱:۱۰
۲۰۲۱ دسمبر ۱۱
روميان ۱۴:۱۶ · اول تِسالونيکيان ۵:۲۲
۲۰۲۱ دسمبر ۱۰
يوحنا ۱۰:۲۹ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
۲۰۲۱ دسمبر ۹
متلونه ۲۱:۳ · ميکاه ۶:۸
۲۰۲۱ دسمبر ۸
ګلتيان ۵:۱۳ · ګلتيان ۶:۱–۲
