ورځنۍ رڼا, دسمبر ۸: بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

بلکې د زړۀ نه د يو بل خِدمت کوئ.

اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ. تاسو په خپلو کښې د يو بل بوج اوچتوئ نو په دې طريقه به تاسو د مسيح شريعت پوره کړئ.

اے زما وروڼو او خوېندو، کۀ څوک په تاسو کښې د حق د لارې نه واوړى او بل څوک هغه بيا واپس راواړوى، نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.

تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ.

هيڅ قسم قرض په ځان مۀ پرېږدئ. خو صرف يو کار چې هغه ستاسو دپاره ضرورى دے، هغه دا چې د يو بل سره مينه کوئ، نو په دې سره تاسو په شريعت پوره عمل وکړو.

لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.

بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“

غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.

بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى.

د فنا په حالت کښې ښخ کړے شى او په غېر فانى حالت کښې راژوندى کيږى. د ذلالت په حالت کښې ښخيږى او د ښائست په حالت کښې راژوندى کيږى، دا په کمزورتيا کښې ښخ شى او په طاقت کښې راژوندى شى. دا جسمانى وجود ښخ شى او روحانى وجود راژوندے شى.

اولنے انسان يعنې آدم د خاورو نه جوړ شوے وو.

تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“

څوک چې ښۀ په مالدارۍ کښې مړ شى، هغه په آرام او حِفاظت کښې وى، بل کس په سخته غريبۍ کښې مړ شى، او هيڅکله يې ښۀ ورځ نۀ وى ليدلې. هغوئ ټول يو شان مرى او په خاورو کښې ښخيږى، او هغوئ ټول د چينجو خوراک شى.

ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم.

او چې کله زما څرمن بلکل ختمه شى، نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم.

خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.

”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه، چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه،ما ته وښايه چې څومره فانى يم.

تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ