۲۰۲۱ دسمبر ۱۱
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۲: د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے
ورځنۍ رڼا
د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے.
صفنياه ۳:۱۵
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
يشعياه ۴۱:۱۰
کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى. څوک چې بېحوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، ”تکړه شئ او مۀ يرېږئ. خُدائ پاک راروان دے چې تاسو بچ کړى، او ستاسو دشمنانو له سزا ورکړى.“
يشعياه ۳۵:۳–۴
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى.
صفنياه ۳:۱۷
نو مالِک خُدائ ته په صبر او انتظار شه، نو ډاډه شه او زړَور شه.
زبور ۲۷:۱۴
ما د تخت نه يو اوچت آواز واورېدو چې دا يې فرمائيل چې، ”ګورئ، اوس به د خُدائ پاک حضور د بنى آدمو په مينځ کښې وى او هغوئ به د هغۀ اُمت وى او خُدائ پاک به په خپله د هغوئ سره وى. هغه به د هغوئ د سترګو ټولې اوښکې وچې کړى، هلته به نور نۀ مرګ، نۀ وير، نۀ ژړا او نۀ درد وى ځکه چې وړومبى څيزونه تېر شوى دى.“
رويا ۲۱:۳–۴
تۀ ولې ما ته ژاړې؟ بنى اِسرائيلو ته ووايه چې وړاندې لاړ شى.
هِجرت ۱۴:۱۵
تکړه شه او حوصله مضبوطه کړه. راځئ چې د خپلو خلقو او زمونږ د خُدائ پاک د ښارونو دپاره سخت جنګ وکړُو. او د مالِک خُدائ مرضى دې پوره شى.“
اول تواريخ ۱۹:۱۳
خو مونږ خپل خُدائ پاک ته سوال وکړو او د هغوئ خِلاف مو شپه او ورځ په څوکيدارۍ باندې سړى ولګول.
نحمياه ۴:۹
هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.
متى ۷:۲۱
هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے.
يوحنا ۷:۱۷
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو.
هوسيع ۶:۳
بېدار شئ، او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.
متى ۲۶:۴۱
بېدار اوسئ، په خپل ايمان قائم اوسئ، زړَور شئ، مضبوط اوسئ.
اول کورنتيان ۱۶:۱۳
په کار کښې سستى مۀ کوئ، او د مالِک په خِدمت کښې روحانى جوشوجذبه قائمه ساتئ.
روميان ۱۲:۱۱
کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى. څوک چې بېحوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، تکړه شئ او مۀ يرېږئ.
يشعياه ۳۵:۳–۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ دسمبر ۱۰
يوحنا ۱۰:۲۹ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
۲۰۲۱ دسمبر ۹
متلونه ۲۱:۳ · ميکاه ۶:۸
۲۰۲۱ دسمبر ۸
ګلتيان ۵:۱۳ · ګلتيان ۶:۱–۲
۲۰۲۱ دسمبر ۷
دوېم کورنتيان ۵:۲۱ · يشعياه ۵۳:۶
۲۰۲۱ دسمبر ۶
فيليپيانو ۲:۱۳ · دوېم کورنتيان ۳:۵
۲۰۲۱ دسمبر ۵
زبور ۱۱۹:۷۱ · عبرانيان ۵:۸
