۲۰۲۱ دسمبر ۱۳
ورځنۍ رڼا, دسمبر ۱۴: او د هغۀ جلالى حمدوثناء بيان کړئ
ورځنۍ رڼا
او د هغۀ جلالى حمدوثناء بيان کړئ.
زبور ۶۶:۲
دا هغه خلق دى څوک چې ما د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى، چې هغوئ زما ثناء صِفت وکړى.“
يشعياه ۴۳:۲۱
زۀ به هغوئ د هغه ټولو ګناهونو نه پاک کړم کوم چې هغوئ زما خِلاف کړى دى، او زۀ به د هغوئ هغه سرکشى معاف کړم کومه چې هغوئ زما خلاف کړې ده. نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى.
يرمياه ۳۳:۸–۹
ځکه دې د عيسىٰ په وسيله مونږ مسلسل خُدائ پاک ته د شُکر ګزارۍ قربانى پېش کوُو او دا د ذکر هغه مېوه ده چې د هغۀ د نوم اقرار کوى.
عبرانيان ۱۳:۱۵
اے مالِکه، زما پاکه خُدايه، په خپل ټول زړۀ سره به ستا ثناء ادا کړم، زۀ به ستا نوم له د تل دپاره جلال ورکړم. ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده، تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم.
زبور ۸۶:۱۲–۱۳
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ... ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
هِجرت ۱۵:۱۱
زۀ به د خُدائ د نوم ثناء صِفت وکړم، په شُکر ګزارۍ سره به د هغۀ عزت وکړم.
زبور ۶۹:۳۰
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه، ستا کارونه لوئ او عجيبه دى او ستا لارې د حق او رښتيا دى.
رويا ۱۵:۳
او مونږ هم لکه د نورو په شان په فطرى توګه د خُدائ پاک د غضب د لاندې وُو.
اِفِسيانو ۲:۳
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.
تيطوس ۳:۳
زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه.
يوحنا ۳:۷
بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.
ايُوب ۴۰:۳–۴
نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بېداغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“
ايُوب ۱:۸
ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.
زبور ۵۱:۵
چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“
اعمال ۱۳:۲۲
اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم.
اول تيموتيوس ۱:۱۳
چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے.
يوحنا ۳:۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۱ دسمبر ۱۲
صفنياه ۳:۱۵ · يشعياه ۴۱:۱۰
۲۰۲۱ دسمبر ۱۱
روميان ۱۴:۱۶ · اول تِسالونيکيان ۵:۲۲
۲۰۲۱ دسمبر ۱۰
يوحنا ۱۰:۲۹ · دوېم تيموتيوس ۱:۱۲
۲۰۲۱ دسمبر ۹
متلونه ۲۱:۳ · ميکاه ۶:۸
۲۰۲۱ دسمبر ۸
ګلتيان ۵:۱۳ · ګلتيان ۶:۱–۲
۲۰۲۱ دسمبر ۷
دوېم کورنتيان ۵:۲۱ · يشعياه ۵۳:۶
