ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.
زبور 31:15
ورځنی رڼا
ستا په لاسونو کښې دے مستقبل زما، د دشمنانو نه مې بچ کړه څوک چې ظلم کوى په ما.
زبور 31:15
مالِک خُدائ د خپلو خلقو سره مينه کوى او هغه د خپلو مقدسينو حفاظت کوى. نو هغوئ د هغۀ په نقش قدم روان دى او د هغۀ حُکمونه منى.
ګردان 33:3
بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو، ”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه. تۀ د ولې نه اوبۀ څښه او ما کارغانو له حُکم ورکړے دے چې هلته تا له خوراک راوړى.“
اول بادشاهان 17:2-4
بيا د مالِک خُدائ کلام په الياس نازل شو چې، ”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“
اول بادشاهان 17:8-9
ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنه مۀ کوئ چې څۀ به وخورو، څۀ به وڅښو، او يا څۀ به اغوندو. ولې ژوندون د روټۍ، او بدن د جامو نه ډېر غوره نۀ دے څۀ؟
متى 6:25
په دې ټولو څيزونو پسې بېدينه زغلى، خو ستاسو آسمانى پلار ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے.
متى 6:32
په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.
متلونه 3:5-6
او خپله ټوله پرېشانى په هغۀ واچوئ ځکه چې هغه ستاسو خيال ساتى.
اول پطروس 5:7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۶ مارچ ۶
Proverbs 2:8
۲۰۲۶ مارچ ۵
Isaiah 38:14
۲۰۲۶ مارچ ۴
Colossians 3:2
۲۰۲۶ مارچ ۳
Proverbs 3:5-6
۲۰۲۶ مارچ ۲
Genesis 41:52
۲۰۲۶ مارچ ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۶ فبروري ۲۸
John 3:16