يونۍ د ۲۰۲۵ د دسمبر ۱۴

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ دسمبر ۱۴

among whom we also all once lived in the lusts of our flesh, doing the desires of the flesh and of the mind, and were by nature children of wrath, even as the rest.

Ephesians 2:3

ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.

تيطوس 3:3

زۀ چې تاسو ته دا ووايم چې تاسو له بيا پېدا کېدل په کار دى نو په دې حېرانېږئ مه.

يوحنا 3:7

بيا ايُوب مالِک خُدائ له جواب ورکړو، ”ګوره، زۀ هيڅ هم نۀ يم، زۀ به تا له څۀ جواب درکړم؟ زۀ په خپله خولۀ باندې لاس ږدم.

ايُوب 40:3-4

نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“

ايُوب 1:8

ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم، د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.

زبور 51:5

خو خُدائ پاک ساؤل لرې کړو او داؤد يې د هغۀ په ځائ بادشاه مقرر کړو، چې د چا په حقله چې خُدائ پاک داسې وفرمائيل، ”د يَسى زوئ داؤد زما په نقش قدم روان دے، هغه به زما ټوله رضا سر ته ورسوى.“

اعمال 13:22

اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بې‌ايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو.

اول تيموتيوس 1:13

چې د انسان نه پېدا کيږى هغه جسم دے خو چې د روحُ القُدس نه پېدا کيږى هغه روح دے.

يوحنا 3:6

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې