اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.
زبور 108:1
ورځنی رڼا
اے مالِکه خُدايه، زما زړۀ په تا مضبوط دے، زۀ به په خپل ټول ځان سره ستا حمد او سرود وايم.
زبور 108:1
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
زبور 27:1
د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى.
يشعياه 26:3
هغه به د بد خبر نه نۀ يريږى، د هغۀ زړۀ قائم دے او په مالِک خُدائ باندې پوره توکل کوى. د هغۀ زړۀ مطمئن دے او هغه به نۀ يريږى، او په آخر کښې به په خپلو ټولو دشمنانو کاميابى حاصله کړى.
زبور 112:7-8
خو کله چې زۀ وويرېږم، نو زۀ به په تا باندې توکل وکړم.
زبور 56:3
خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى. نو بيا به زۀ خپله غړۍ هسکه کړم د هغوئ په وړاندې چا چې راګېر کړے يم، د هغۀ مقدس کور کښې به د خوشحالۍ په چغو قربانى وکړم، زۀ به سندرې او سرود او ثناء صِفت د مالِک خُدائ وکړم.
زبور 27:5-6
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى. د هغۀ قدرت دې تل تر تله وى، آمين.
اول پطروس 5:10-11
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۱
John 1:16
۲۰۲۵ اکتوبر ۲۰
Romans 7:22
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۹
Proverbs 3:26
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۸
John 19:34
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۷
Psalms 89:16
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۶
Romans 12:11
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۵
Psalms 59:9