دوئ ټوله ورځ ستا په نوم خوشحالى کوى، ستا په صداقت فخر کوى.
زبور 89:16
ورځنی رڼا
دوئ ټوله ورځ ستا په نوم خوشحالى کوى، ستا په صداقت فخر کوى.
زبور 89:16
او وائى به چې فتح او طاقت صرف د مالِک خُدائ په ذريعه ملاويږى، خو هغه ټول څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغوئ به زما حضور ته راشى او شرم سره به مخ شى. خو د اِسرائيل ټول اولاد به د مالِک خُدائ په نظر کښې صادقان شى او په هغۀ به فخر کوى.“
يشعياه 45:24-25
نو په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسئ، تاسو ټول چې د هغۀ تابعدار يئ، د خوشحالۍ چغې ووهئ، تاسو د چا زړونه چې صفا دى.
زبور 32:11
خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى. لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
روميان 3:21-22
د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى.
روميان 3:26
همېشه په مالِک کښې خوشحالى کوئ، او بيا هم وايم چې خوشحالى کوئ.
فيليپيانو 4:4
تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده.
اول پطروس 1:8
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۶
Romans 12:11
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۵
Psalms 59:9
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۴
Romans 14:9
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۳
Daniel 10:12
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۲
2 Corinthians 5:19
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۱
Psalms 22:11
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۰
Ephesians 3:15