دونۍ د ۲۰۲۵ د اکتوبر ۱۳

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اکتوبر ۱۳

بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.

دانيال 10:12

زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.

يشعياه 57:15

پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.

زبور 51:17

کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.

زبور 138:6

نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.

اول پطروس 5:6

بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ نو په دې وجه خپل ځانونه بيا د خُدائ پاک تابع کړئ، او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى.

يعقوب 4:6-7

تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې. زما دُعا واوره، اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما ژړا واوره. زما د تکليف په ورځ به زۀ تا ته آواز وکړم، نو تۀ به جواب راکړې.

زبور 86:5-7

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې