درېنۍ د ۲۰۲۵ د اکتوبر ۷

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اکتوبر ۷

هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.

زبور 25:9

بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.

متى 5:5

ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.

معلِم 9:11

انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.

متلونه 16:9

ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے. لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.

زبور 123:1-2

سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.

زبور 143:8

تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“

دوېم تاريخ 20:12

خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.

يعقوب 1:5

خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.

يوحنا 16:13

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې