څلرنۍ د ۲۰۲۵ د اکتوبر ۸

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اکتوبر ۸

نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“

عبرانيان 13:6

نو بيا به څوک د مسيح د مينې نه مونږ جدا کړى؟ سختې يا مصيبتونه، ظلم، زياتے، لوږه، بربنډتوب، خطره يا مرګ داسې کولے شى څۀ؟

روميان 8:35

خو نه، د دې هر څۀ باوجود ټوله کاميابى د عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ ده څوک چې مونږ سره مينه کوى.

روميان 8:37

اے دوستانو، زۀ تاسو ته دا وايم، د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې ستاسو بدن وژنى خو د مرګ نه پس نور تاسو سره هيڅ نۀ شى کولے. خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ.

لوقا 12:4-5

بختور دى هغوئ چې د خُدائ پاک د رضا پوره کولو دپاره زورَولے کيږى، د آسمان بادشاهى د هغوئ ده. تاسو بختور يئ کله چې خلق درته سپکې سپورې وائى، او زوروى مو او زما له وجې خلق ستاسو په حقله هر قِسم دروغژنې بدې خبرې کوى. دا هر څۀ تاسو په خوشحالۍ او روڼ تندى وزغمئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے، ځکه چې ستاسو نه وړاندې هم دغه رنګ دوئ نبيان وزورول.

متى 5:10-12

خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم.

اعمال 20:24

زۀ به ستا شريعت بادشاهانو ته بيان کړم زۀ به د چا نه هم نۀ شرمېږم.

زبور 119:46

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې