بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.
رويا 19:6
ورځنی رڼا
بيا ما د ډېرو کسانو داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او هغوئ چغې وهلې چې، ”ثنا صِفت دې وى د مالِک خُدائ، مالِک زمونږ قادر مطلق خُدائ پاک بادشاه دے.
رويا 19:6
”ما ته پته ده چې تۀ هر څۀ کولے شې، او تا د خپل کار نه هيڅ څوک نۀ شى ايسارولے.
ايُوب 42:2
عيسىٰ جواب ورکړو، ”څۀ چې د بنى آدم دپاره ناممکنه وى هغه خُدائ پاک ته ممکن وى.“
لوقا 18:27
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
دانيال 4:35
زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“
يشعياه 43:13
هغۀ وفرمائيل، ”ابا،“ يعنې پلاره، ”ستا دپاره هر څۀ ممکن دى. دا د تکليف پياله زما نه اخوا کړه، خو زما مرضى نه بلکې ستا مرضى دې پوره شى.“
مرقوس 14:36
کله چې هغه کور ته دننه شو نو هغه ړاندۀ سړى ورله راغلل او عيسىٰ ترې تپوس وکړو چې، ”ولې تاسو په دې يقين لرئ چې، زۀ هغه کار کولے شم څۀ چې تاسو غواړئ؟“ هغوئ ووئيل چې، ”آو، مالِکه.“ بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“
متى 9:28-29
خو بيا يو جذامى وروړاندې شو او په سجده ورته پرېوتو او وې وئيل، ”مالِکه، کۀ تۀ صرف وغواړې نو ما روغولے شې.“ عيسىٰ خپل لاس وراوږد کړو او په هغۀ يې کېښودو او وې فرمائيل چې، ”آو، زۀ غواړم چې داسې وکړم.“ بيا يې وفرمائيل چې، ”پاک شه.“ او په هغه ساعت د جذام نه روغ جوړ شو.
متى 8:2-3
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
يشعياه 9:6
بيا عيسىٰ ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د آسمان او د زمکې ټول اختيار ما ته راکړے شوے دے.
متى 28:18
څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو، خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.
زبور 20:7
”تکړه شئ او حوصله مضبوطه کړئ او د اسور بادشاه نه او د هغه لښکر نه مۀ يرېږئ چې هغۀ راروان کړے دے. کوم ذات چې زمونږ مل دے نو هغه د هغۀ نه زيات طاقتور دے.
دوېم تاريخ 32:7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اکتوبر ۵
Psalms 50:15
۲۰۲۵ اکتوبر ۴
Exodus 34:29
۲۰۲۵ اکتوبر ۳
Revelation 1:5
۲۰۲۵ اکتوبر ۲
Leviticus 16:22
۲۰۲۵ اکتوبر ۱
Galatians 5:22-23
۲۰۲۵ سېپتمبر ۳۰
Job 23:10
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۹
1 John 3:16