په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
زبور 50:15
ورځنی رڼا
په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ، زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“
زبور 50:15
ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟ په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ، زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم، خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.
زبور 42:11
اے مالِکه خُدايه، تا په خپله سوال زارى د مظلومانو واورېدله، تۀ هغوئ ډاډه کوې او سوالونه يې اورې،
زبور 10:17
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې.
زبور 86:5
نو يعقوب خپل خاندان ته او هغه ټولو ته چې د هغۀ سره وُو ووئيل، ”تاسو سره چې کوم پردى بُتان دى هغه وغورزوئ، خپل ځانونه پاک کړئ او صفا جامې واغوندئ. مونږ به د دې ځائ نه بيتايل ته ځُو، هلته به زۀ خُدائ پاک ته يوه قربانګاه جوړه کړم چا چې په تکليف کښې زما سوال اورېدلے دے او چې زۀ چرته هم تلے يم نو هغه زما مل وو.“
پېدايښت 35:2-3
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء ووايه، چې د هغۀ ټول احسانونه هېر نۀ کړى.
زبور 103:2
د مالِک خُدائ سره مينه کوم ځکه چې هغۀ زما سوال زارى اورېدلې ده، هغۀ زما سوال زارى د رحم دپاره اورېدلې ده. ځکه چې هغه اوس په ما خيال ساتى او خپل غوږ يې ما ته راړولے دے، ترڅو چې زۀ ژوندے يم زۀ به هغۀ نه سوال کوم. د مرګ پړو راګېر کړے يم، د قبر سخته په ما راغلې ده، زۀ په خپل خفګان او تکليفونو کښې ډوب شوم. نو ما بيا د مالِک خُدائ په نوم چغه کړه، چې، ”اے مالِکه خُدايه ما بچ کړه.“
زبور 116:1-4
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اکتوبر ۴
Exodus 34:29
۲۰۲۵ اکتوبر ۳
Revelation 1:5
۲۰۲۵ اکتوبر ۲
Leviticus 16:22
۲۰۲۵ اکتوبر ۱
Galatians 5:22-23
۲۰۲۵ سېپتمبر ۳۰
Job 23:10
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۹
1 John 3:16
۲۰۲۵ سېپتمبر ۲۸
Numbers 6:27