پاکه خُدايه تۀ زما زور يې، زما سترګې تا ته دى، خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.
زبور 59:9
ورځنی رڼا
پاکه خُدايه تۀ زما زور يې، زما سترګې تا ته دى، خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.
زبور 59:9
”مالِک خُدائ زما ساتونکے دے، هغه زما د مضبوطې قلعې په شان دے، او هغه زما خلاصونکے دے. زما خُدائ پاک زما د حِفاظت ځائ دے. او د هغۀ سره په حِفاظت کښې يم. هغه ما د ډال په شان بچ کوى، هغه زما دِفاع کوى او بچ مې ساتى. هغه زما خلاصونکے دے، هغه زما ساتنه کوى او د زور ظلم نه مې بچ کوى.
دوېم سموئيل 22:2-3
مالِک خُدائ زما قوت دے زما ډال دے، زما په هغۀ د خپل ټول زړۀ سره يقين دے، هغۀ ما سره مدد وکړو، او زړۀ مې خوشحاله دے، زۀ به د ثناء صِفت سندرو سره د هغۀ شکريه ادا کړم.
زبور 28:7
نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.
يشعياه 59:19
نو ځکه مونږ ډېر په زړۀ ورتيا سره وايو چې، ”مالِک زما مددګار دے، زۀ به ونۀ يرېږم، انسان به زما څۀ وکړى؟“
عبرانيان 13:6
مالِک خُدائ دے زما خلاصون او زما رڼا نو بيا زۀ ولې يره وکړم د چا؟ او مالِک خُدائ دے زما د ژوند قلعه نو بيا به زۀ ولې يره وکړم د چا؟
زبور 27:1
لکه څنګه چې غرونه د يروشلم نه راتاو دى، نو دغه شان مالِک خُدائ د خپلو خلقو نه راتاو دے يعنې د اوس نه تر ابده پورې.
زبور 125:2
ځکه چې تۀ زما مددګار يې، په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.
زبور 63:7
تۀ زما ګټ او زما قلعه يې. د خپل نوم د خاطره دې زما لارښودنه وکړه،
زبور 31:3
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۴
Romans 14:9
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۳
Daniel 10:12
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۲
2 Corinthians 5:19
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۱
Psalms 22:11
۲۰۲۵ اکتوبر ۱۰
Ephesians 3:15
۲۰۲۵ اکتوبر ۹
Nehemiah 9:17
۲۰۲۵ اکتوبر ۸
Hebrews 13:6