دونۍ د ۲۰۲۵ د اکتوبر ۲۰

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ اکتوبر ۲۰

زۀ په باطن کښې د خُدائ پاک په شريعت خوشحاله يم.

روميان 7:22

خو ګوره زۀ ستا د قانون سره څومره مينه کومه او زۀ ټوله ورځ په دې سوچ کومه

زبور 119:97

اے مالِکه، ربُ الافواجه خُدايه، هرکله به چې ستا کلام په ما نازل شو، نو هغه ما وخوړلو، هغۀ ما ته او زما زړۀ ته خوشحالى راکړه، ځکه چې ما پورې ستا نوم تړلے شوے دے.

يرمياه 15:16

لکه د سيب د ونې په شان په ځنګل کښې زما جانان د نورو زلمو په مينځ کښې دېنه. د هغۀ د سورى لاندې په کښېناستو ډېره خوشحالېږمه، او زما په خولۀ د هغۀ مېوې خوږې لګيږينه.

غزلې 2:3

زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.

ايُوب 23:12

پاکه خُدايه، چې زۀ ستا رضا پوره کړم، ستا قانون زما په زړۀ کښې ليکلے شوے دے.“

زبور 40:8

عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.

يوحنا 4:34

حُکمونه د مالِک خُدائ رښتيا دى زړۀ خوشحالوى. د مالِک خُدائ حُکمونه پاک دى د ژوند پوهه ورکوى.

زبور 19:8

خواهش يې د زرو نه زيات دے، د سوچه زرو نه هم زيات دے، دا د شاتو نه هم ډېر خوږ دے، د هغه شاتو نه چې د ګبين نه راڅاڅى.

زبور 19:10

خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى. ځکه چې هر څوک چې د کلام اورېدونکى دى خو په هغې عمل نۀ کوى نو هغه د هغه سړى په شان دے څوک چې خپل شکل په آئينه کښې ګورى.

يعقوب 1:22-23

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې