چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے.
پېدايښت 39:3
ورځنی رڼا
چې هغۀ وليدل چې مالِک خُدائ د يوسف مل دے او هغه يې په هر کار کښې کامياب کړے دے.
پېدايښت 39:3
بختور دى هغوئ ټول څوک چې د مالِک خُدائ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په لارو روان وى. تاسو به د خپل محنت مېوه وخورئ، برکتونه او خير به ستاسو وى.
زبور 128:1-2
په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه. په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه، نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.
زبور 37:3-4
دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بېحوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“
يشوَع 1:9
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
متى 6:33
چې ترڅو پورې د هغۀ مذهبى مشير زکرياه ژوندے وو، نو هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ خِدمت کولو او خُدائ پاک هغۀ له برکت ورکولو.
دوېم تاريخ 26:5
پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ.
ګردان 8:11
پام کوئ چې تاسو په خپل زړۀ کښې دا ونۀ وايئ چې په خپل طاقت او قوت سره تاسو خپل ځانونه مالداره کړى دى.
ګردان 8:17
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے او په هر طرف باندې يې خېر درکړے دے. هغۀ په ما باندې هغه ټول خلق فتح کړل کوم چې په دې مُلک کښې اوسېدل او هغوئ اوس ستاسو او د مالِک خُدائ لاندې دى.
اول تواريخ 22:18
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جون ۷
Luke 18:1
۲۰۲۵ جون ۶
Zephaniah 3:17
۲۰۲۵ جون ۵
Luke 17:10
۲۰۲۵ جون ۴
Haggai 2:9
۲۰۲۵ جون ۳
Matthew 25:13
۲۰۲۵ جون ۲
Exodus 12:11
۲۰۲۵ جون ۱
Galatians 5:22