نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل.
اول پطروس 1:6
ورځنی رڼا

نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل.
اول پطروس 1:6
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده. بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
اول پطروس 4:12-13
او تاسو هغه نصيحت هېر کړے دے چې تاسو له د زامنو په شان په دې ټکو درکړے شو چې، ”زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بېزړۀ کېږه مه.
عبرانيان 12:5
همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.
عبرانيان 12:11
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان 4:15
ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.
عبرانيان 2:18
تاسو په څۀ داسې آزمېښت کښې نۀ يئ پرېوتلى چې هغه د نورو انسانانو نه مختلف وى، نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.
اول کورنتيان 10:13
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ نومبر ۳
Hosea 14:9
۲۰۲۴ نومبر ۲
1 Thessalonians 5:15
۲۰۲۴ نومبر ۱
Proverbs 8:34
۲۰۲۴ اکتوبر ۳۱
Zechariah 4:6
۲۰۲۴ اکتوبر ۳۰
Lamentations 3:26
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۹
Song of Solomon 5:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۸
Isaiah 59:16
هڅونه
کشف کړئ چې عیسویان څنګه کولی شي په عیسی کې سوله او خوښي ومومي، حتی د جګړې او کړاوونو په منځ کې. د پیټر او…

روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…

لمونځ
د خپلو ماشومانو د روحاني سفر لارښوونې لپاره د دعا 31 ورځني ټکي ومومئ. د دوی د خلاصون، مهربانۍ، حکمت او په…
مسیحا
د مسیح پیژندلو لپاره د زوړ عهد نامې وړاندوینې وپلټئ، د ابراهیم له اولادې څخه تر بیت لحم کې د هغه زیږون پورې.
زړورتیا
کشف کړئ چې څنګه د عیسی کلمې "زړور اوسئ" د بخښنې، روغتیا، د طوفانونو بریالیتوب، او خدمت لپاره ځواک وړاندې کوي…
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…