هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.
هوسيع 14:9
ورځنی رڼا

هر څوک چې هوښيار وى نو هغه دې په دې خبرو باندې پوهه شى او په خپلو زړونو کښې دې ځائ ورکړى. د مالِک خُدائ لارې صحيح دى او صادقان خلق په دې روان وى، خو سرکشه به په دې لارو تيندک وخورى او وبه غورزيږى.
هوسيع 14:9
نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“ او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.
اول پطروس 2:7-8
د مالِک خُدائ لارې د صادقانو پناه ګاه وى، خو د هغه خلقو دپاره تباهى وى څوک چې بدکارونه کوى.
متلونه 10:29
څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
متى 11:15
څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى، او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.
زبور 107:43
سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.
متى 6:22
هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.
يوحنا 7:17
ځکه چې د هر چا سره چې څۀ وى هغۀ له به نور هم ورکړے شى تر دې چې ورسره لا زيات شى، خو د چا سره چې څۀ نۀ وى هغۀ نه به هغه څۀ هم واخستلے شى چې ورسره وى.
متى 13:12
څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“
يوحنا 8:47
خو بيا هم تاسو د دې نه اِنکار کوئ چې زما طرف ته راشئ چې د تل ژوندون ومومئ.
يوحنا 5:40
زما ګډې زما آواز اورى، زۀ هغوئ پېژنم او هغوئ ما پسې راځى.
يوحنا 10:27
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ نومبر ۲
1 Thessalonians 5:15
۲۰۲۴ نومبر ۱
Proverbs 8:34
۲۰۲۴ اکتوبر ۳۱
Zechariah 4:6
۲۰۲۴ اکتوبر ۳۰
Lamentations 3:26
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۹
Song of Solomon 5:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۸
Isaiah 59:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۷
Matthew 8:17
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…

وحی
اشعیا ۵۳ د مسیح د کړاوونو او وروستي لوړوالي وړاندوینه کوي. د هغه سپکاوی، رد او کفاره کار وپلټئ، چې د هغه…
روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…
ایمان
د یوسف خپلو وروڼو ته لارښوونې د مسیح په اړه د اسراییلو راتلونکي ایمان وړاندوینه کوي. د رزق لپاره په خدای باور…

وحی
اشعیا ۵۳ د مسیح د کړاوونو او وروستي لوړوالي وړاندوینه کوي. د هغه سپکاوی، رد او کفاره کار وپلټئ، چې د هغه…

روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…
مسیحا
د مسیح پیژندلو لپاره د زوړ عهد نامې وړاندوینې وپلټئ، د ابراهیم له اولادې څخه تر بیت لحم کې د هغه زیږون پورې.
عیسی مسیح
د ابشالوم څخه د داوود تېښته او د تابوت په بیرته راګرځولو سره د خدای تادیب ته د هغه تسلیمیدل د مسیح د تاج څخه…