ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.
اول تِسالونيکيان 5:15
ورځنی رڼا

ګورئ چې څوک هم په تاسو کښې د بدۍ په بدله کښې بدى ونۀ کړى بلکې همېشه کوشش کوئ چې د يو بل سره او د ټولو سره نېکى کوئ.
اول تِسالونيکيان 5:15
خو تاسو هم دې دپاره رابللے شوى يئ، ځکه چې مسيح هم ستاسو دپاره مصيبت وزغملو او تاسو ته يې يو مثال قائم کړو نو چې تاسو د هغۀ په نقش قدم تلل پرې نۀ ږدئ. ”نۀ هغۀ څۀ ګناه وکړه، او نۀ يې څوک دوکه کړى وُو.“ نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.
اول پطروس 2:21-23
په هغه چا غور وکړئ چا چې د ګناهګارانو خلقو دومره مخالفت وزغملو، نو چې تاسو ستړى او بېهمته نۀ شئ.
عبرانيان 12:3
نو په دې وجه بيا چې د ګواهانو دومره لويه ګڼه زمونږ نه چاپېره ده نو راځئ چې مونږ هم هر يو پيټے او هغه ګناه چې مونږ په آسانۍ سره انښلوى د ځان نه لرې کړُو، او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بېعزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.
عبرانيان 12:1-2
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.
فيليپيانو 4:8
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ نومبر ۱
Proverbs 8:34
۲۰۲۴ اکتوبر ۳۱
Zechariah 4:6
۲۰۲۴ اکتوبر ۳۰
Lamentations 3:26
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۹
Song of Solomon 5:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۸
Isaiah 59:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۷
Matthew 8:17
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۶
Psalms 99:1

بغاوت
د موسی او مریم د بغاوت، د مریم د جذام، او د ګناه، عاجزۍ، او بیا رغونې په اړه درسونو کیسه وڅیړئ.
ایمان
د یوسف خپلو وروڼو ته لارښوونې د مسیح په اړه د اسراییلو راتلونکي ایمان وړاندوینه کوي. د رزق لپاره په خدای باور…
روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…

بغاوت
د موسی او مریم د بغاوت، د مریم د جذام، او د ګناه، عاجزۍ، او بیا رغونې په اړه درسونو کیسه وڅیړئ.
مسیحا
د مسیح پیژندلو لپاره د زوړ عهد نامې وړاندوینې وپلټئ، د ابراهیم له اولادې څخه تر بیت لحم کې د هغه زیږون پورې.
لمونځ
د ښاغلي هایډ د شفاعت له تجربې څخه زده کړه وکړئ. ومومئ چې څنګه د نورو لپاره د خدای ستاینه روحاني ځواک او…
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…

ایمان
د یوسف خپلو وروڼو ته لارښوونې د مسیح په اړه د اسراییلو راتلونکي ایمان وړاندوینه کوي. د رزق لپاره په خدای باور…