مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
زبور 99:1
ورځنی رڼا

مالِک خُدائ بادشاه دے، د دُنيا قومونه دې په لړزان شى. هغه چې د وزرو والا مخلوق په مينځ کښې په تخت ناست دے، نو زمکه دې په لړزېدو شى.
زبور 99:1
مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.
يرمياه 5:22
هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته، او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى. خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى، او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.
زبور 75:6-7
هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.
دانيال 2:21
داسې وخت به راشى چې تاسو به په خپل خواوشا کښې د جنګونو چغې او سورې او د جنګونو خبر به اورئ، خو ګورئ تاسو مۀ وار خطا کېږئ ځکه چې داسې څيزونه به ضرور پېښيږى خو آخر وخت به لا نۀ وى راغلے.
متى 24:6
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
روميان 8:31
ولې دوه چڼچڼې په يوه پېسه نۀ خرڅيږى څۀ؟ خو بيا هم ستاسو د پلار د رضا نه بغېر يوه هم په زمکه نۀ راپرېوځى. خو دا چې ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بېشمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.
متى 10:29-31
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۵
Matthew 28:20
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۴
Jonah 2:4
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۳
Luke 12:15
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۲
Psalms 108:1
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۱
John 1:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۰
Romans 7:22
۲۰۲۴ اکتوبر ۱۹
Proverbs 3:26
خدمت
کشف کړئ چې ستاسو کړنې، لویې یا کوچنۍ، څنګه د مسیح مینه ښیې او د نورو په ژوند کې ژور توپیر رامینځته کوي.
عیسی مسیح
د ابشالوم څخه د داوود تېښته او د تابوت په بیرته راګرځولو سره د خدای تادیب ته د هغه تسلیمیدل د مسیح د تاج څخه…

آرام
عیسی ستړي شوي کسانو ته بلنه ورکوي چې د ګناه له بار څخه آرام ومومي. د هغه اسانه جوغ واخلئ، له هغه څخه زده کړئ،…
لمونځ
ومومئ چې څنګه جابیز، د کرکټر او دعا سړي، د خدای لپاره بدلون راوست. د هغه له مثال څخه په 1 تاریخ 4:9-10 کې زده…
شاگردي
دا پیغام د شاگردۍ ننګوونکی سفر سپړنه کوي، د عیسی له اوبو باندې تګ څخه درسونه اخلي.

عبادت
ستاسو د ټولنې سندرې د مرغانو له سندرو څخه خدای ته ډیرې ښکلې دي. د عبادت دا ارزښتناک عمل روحاني وده هڅوي او…

شاگردي
دا پیغام د شاگردۍ ننګوونکی سفر سپړنه کوي، د عیسی له اوبو باندې تګ څخه درسونه اخلي.