نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه 4:6
ورځنی رڼا

نو هغه فرښتې ما ته وفرمائيل، ”دا زرُبابل ته د مالِک خُدائ کلام دے، نۀ په طاقت او نۀ په قدرت، خو زما په روح باندې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زکرياه 4:6
مالِک خُدائ ته څوک ښودلے شى چې داسې کوه؟ هغۀ ته څوک ښودنه کولے شى يا مشوره ورکولے شى؟
يشعياه 40:13
خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بېاصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى.
اول کورنتيان 1:27-29
هوا اخوا ديخوا الوځى. تۀ د دې آواز خو اورې خو دا نۀ شې وئيلے چې دا د کومې راځى او چرته ځى. نو دغه حال د هر هغه چا دے چې د روحُ القُدس نه پېدا شوى دى.“
يوحنا 3:8
داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.
يوحنا 1:13
لکه څنګه چې ما تاسو سره وعده کړې وه کله چې تاسو د مِصر نه بهر راوتلئ. زما روح ستاسو په مينځ کښې دے نو تاسو مۀ يرېږئ.
حجى 2:5
يحزىايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بېحوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے.
دوېم تاريخ 20:15
او دلته به هر چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ته د خپلو خلقو بچ کولو دپاره د تُورو او وړو نېزو ضرورت نشته. ځکه چې دا د مالِک خُدائ جنګ دے او هغه به تاسو ټول مونږ ته حواله کړى.“
اول سموئيل 17:47
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ اکتوبر ۳۰
Lamentations 3:26
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۹
Song of Solomon 5:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۸
Isaiah 59:16
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۷
Matthew 8:17
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۶
Psalms 99:1
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۵
Matthew 28:20
۲۰۲۴ اکتوبر ۲۴
Jonah 2:4
کتاب
د دې خورا مهمې موضوع په اړه بې پروايي په ادعا کونکي کلیسا کې په ویرونکي حد کې خپریږي. په ډیری برخو کې دا فیشن…
خلاصون
اوه عام باورونه ومومئ چې تاسو ته به جنت ته د ننوتلو اجازه ورنکړي. زده کړئ چې عیسی د خلاصون په اړه څه درس…

کرسمس
د کرسمس ریښتیني معنی وپلټئ، د رومانیا انقلاب او پام یکشنبې په څیر سیاسي جشنونو سره پرتله کړئ.
روح القدس
د عیسی د روح القدس مسح کول، چې د کوترې لخوا سمبول شوي، او د ګناه د کارغې سره یې توپیر ومومئ. په مسیح کې د نوي…
روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…

سپېڅلی کتاب وپلټئ، د خدای کلام، کوم چې د هغه ذهن، د انسانیت حالت، او د خلاصون لاره څرګندوي.