په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بېداغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو. د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې. هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو. د هغۀ زامنو په خپلو کورونو کښې وار په وار مېلمستيا کوله، او هغوئ به خپلو درې واړو خوېندو له دعوت ورکولو چې د هغوئ سره خوراک څښاک وکړى. او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.
يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو. مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“ نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بېداغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“ بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”آو، خو ايُوب په څۀ وجه د خُدائ پاک نه يريږى؟ تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بېشمېره رَمې ورکړې دى. خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“ نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.
يوه ورځ چې د هغۀ زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې روټۍ خوړله او مے يې څښل، نو يو پېغام وړونکے ايُوب له راغلو او ورته يې ووئيل، ”غوَيانو يوې کولې او خرې يې په څنګ کښې څرېدلې، او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“ کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”ستا زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې خوراک څښاک کولو، چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“ د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک د اِلزام لګولو ګناه ونۀ کړه.
ايُوب ۲۳:۱۰
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱۰۳:۱۴
افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه. هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بېوفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى. يهوداه جلاوطن کړے شو، د ډېرو سختو مشقتونو سره هغه د نورو مُلکونو په مينځ کښې اوسيږى، او د اوسېدو دپاره هغه د آرام ځائ نۀ لرى. د هغۀ دشمنانو هغه راګېر کړو، او هغۀ ته د تښتېدو موقع نۀ وه. صيون ته د تلو لارې خالى دى او ماتم کوى، څوک هم ورته اوس د اخترونو دپاره نۀ راځى. د ښار دروازې ټولې خاموشه شوې دى، او د دې اِمامان اسويلى کوى. د هغې پېغلې غمژنې دى، او د هغې تکليفونه تراخۀ دى. د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول. د لور صيون ټوله لوئى ختمه شوه، او د هغې نه ټول شان او شوکت لاړو. شهزادګان يې لکه د هغه هوسو په شان شول، چې د څرن ځائ موندلے نۀ شى. هغوئ خو دومره کمزورى شوى وُو، چې د ښکارى نه تښتېدلے نۀ شول. يروشلم ښاريې ته هغه وخت ياد دے په کومو ورځو کښې چې زورېدلې او سرګردانه وه، ټول قيمتى څيزونه ورته ياد وُو کوم چې پخوا هغې سره وُو. کله چې هغه د دشمن لاسونو کښې پرېوته، او داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغې مدد وکړى، دشمن د هغې د شکست تماشه کوله او د هغې په راغورزېدلو خوشحاله شو. يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى. د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“ دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو. ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم. ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو. هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم. زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے. مالِک زما ټول فوجيان رد کړل کوم چې ما سره وُو. هغۀ زما خلاف د لښکر اعلان وکړو چې زما ځوانان غوبل کړى. مالِک د يهوداه نيازبين ښار لکه د انګور په شان په لنګرۍ کښې نچوړ کړو. نو په دې کارونو زۀ ژړېږم او سترګو نه مې اوښکې بهيږى. نزدې څوک هم نشته چې ما له تسلى راکړى او يا ما له حوصله راکړى. زما ماشومان غمژن شوى دى ځکه دشمن په ما غالب دے.“ صيون خپل لاسونه د مدد دپاره غزوى، خو هيڅ څوک نشته چې تسلى ورکړى. مالِک خُدائ د يعقوب خلاف حکم وکړو چې د هغۀ ګاونډيان به د هغۀ دشمنان شى. د يروشلم نه د هغوئ په مينځ کښې پليته کپړه جوړه شوې ده. ”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى. ما خپلو عاشقانو ته آواز وکړو خو هغوئ ما له دوکه راکړه. کله چې اِمامانو او مشرانو د خپلو ځانونو ژوندى ساتلو دپاره خوراک لټولو نو هغوئ په ښاريه کښې مړۀ شول. وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے. هغوئ واورېدل چې ما څنګه زبيرګى کول خو داسې څوک نشته چې ما له تسلى راکړى. زما ټولو دشمنانو زما د تکليفونو په حقله واورېدل او هغوئ خوشحاله شول چې دا تا په ما راوستى دى. هغه ورځ پرې راوله د کومې چې تا اعلان کړے دے نو هغوئ به هم زما په شان شى. د هغوئ ټول بدکارونه دې تا ته ښکاره شى. هغوئ له هغسې سزا ورکړه لکه څنګه چې تا ما له زما د ټولې سرکشۍ په وجه راکړې ده. زما کړاونه او زبيرګى زيات دى او زما زړۀ بېقراره شوے دے.“
مرثيى ۳:۳۳
دا هغه پېغام دے کوم چې مالِک خُدائ د ملاکى په وسيله بنى اِسرائيلو له ورکړو.
”ما تاسو سره مينه کړې ده،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ چې، تا مونږ سره څنګه مينه کړې ده؟“ مالِک خُدائ په جواب کښې وفرمائيل، ”آيا عِيسو د يعقوب ورور نۀ وو څۀ؟ بيا هم ما يعقوب سره مينه وکړه، خو عِيسو يعنې د ادوميانو پلار نيکۀ ما رد کړو، او ما د هغوئ غرونه شاړ کړل او د هغوئ ميراث مې د بيابان ګيدړانو ته پرېښودلو.“ ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى. کله چې تاسو دا تباهى په خپلو سترګو وګورئ نو وبه وايئ چې، مالِک خُدائ د اِسرائيل د سرحدونو نه بهر هم خپله لوئى ښکاره کوى.“
مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟ تاسو زما په قربانګاه ناپاکه خوراک کېښودو. او بيا هم تاسو تپوس کوئ چې تۀ مونږ په څۀ ناپاک کړے يې؟ په دې چې تاسو ووئيل چې د مالِک خُدائ قربانګاه ناپاکه ده زما د قربان ګاه سپکاوے مو وکړو. کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”اوس خُدائ پاک ته سوال زارى کوئ چې په مونږ مهربان شى. ستاسو نه په داسې قربانۍ پېش کولو، آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بېفائدې اور زما په قربانګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم. زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”خو تاسو زما د نوم بېحرمتى کوئ په دې وئيلو سره چې د مالِک خُدائ قربانګاه ناپاکه ده، او د دې خوراک بېاهميته دے. او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“
ملاکى ۳:۳
د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ د دوېم کال په اتمه مياشت، د مالِک خُدائ کلام په زکرياه پېغمبر، د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو، ”ستاسو پلار نيکۀ ته مالِک خُدائ ډېر غصه وو. نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. خو ستاسو پلار نيکۀ اوس چرته دى؟ ولې هغوئ او پېغمبران به تر ابده ژوندى وى څۀ؟ خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“
د داريوس د بادشاهۍ په دوېم کال، د يوولسمې مياشتې په څليريشتمه ورځ چې د شيباط مياشت وه، د مالِک خُدائ کلام زکرياه د برکياه په زوئ چې د عدو زوئ وو نازل شو، په شپه کښې ما يوه رويا وليده، او هلته زما په وړاندې يو سړے په سُور آس سور وو. هغه آس د سر درو ونو په مينځ کښې په يو تنګه وادۍ کښې ولاړ وو. د هغۀ نه شاته سرۀ، نسوارى او سپين آسونه وُو. ما تپوس وکړو، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“ هغه فرښتې چې ما سره يې خبرې کولې جواب راکړو، ”زۀ به تا ته وښايم چې دا څۀ دى.“ بيا هغه سړے چې د سر درو ونو مينځ کښې ولاړ وو هغۀ جواب راکړو، ”دا هغه څوک دے چې مالِک خُدائ رالېږلے دے چې په دُنيا کښې ګشت وکړى.“ او هغوئ د مالِک خُدائ فرښتې ته خبر ورکړو، څوک چې د سر درو ونو په مينځ کښې ولاړه وه، ”مونږ په ټوله دُنيا کښې ګشت وکړو او پته راته ولګېده چې ټوله دُنيا په آرام او امن کښې ده.“ بيا د مالِک خُدائ فرښتې وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، تۀ به ترڅو پورې په يروشلم او د يهوداه په علاقو رحم نۀ کوې، چا ته چې تۀ د اويا کالو نه غصه يې؟“ نو مالِک خُدائ په رحم او نرم لفظونو هغه فرښتې سره خبرې وکړې چا چې ما سره خبرې کولې. بيا هغه فرښتې چا چې ما سره خبرې کولې راته يې وفرمائيل، ”د دې کلام اعلان وکړه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، زۀ په يروشلم او صيون ډېر زيات غېرت کوم. خو زۀ هغه نورو قومونو ته ډېر غصه يم چې په امن او سکون کښې ژوند کوى. زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو. په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. نو دا هم ووايه، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، زما ښارونه به بيا د برکت نه ډک شى، او مالِک خُدائ به بيا صيون له تسلى ورکړى او يروشلم به لکه د خپل ښار دوباره غوره کړى.“
بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې څلور ښکرونه وُو. ما تپوس وکړو، د هغه فرښتې نه چې ما سره يې خبرې کولې، ”دا څۀ دى؟“ هغې جواب راکړو، ”دا هغه ښکرونه دى چې يهوداه، اِسرائيل او يروشلم يې خوارۀ وارۀ کړى دى.“ بيا مالِک خُدائ ما ته څلور لوهاران وښودل. ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”دا څلور کسان د څۀ دپاره راروان دى؟“ نو فرښتې جواب راکړو، ”دا څلور ښکرونه هغه قومونه دى چې يهوداه يې عاجز او تس نس کړو. نو اوس دا لوهاران راغلى دى چې دا قومونه ويروى او راښکته يې کړى او د هغوئ کبر ختم کړى.“
زکرياه ۱۳:۹