د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى، تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو، او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بېداغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے، کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے. نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى. تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى. د دې خلاصون په حقله نبيانو ډېر لټون او تحقيق وکړو او د هغه فضل په حقله يې پېشګوئى وکړه کوم چې په تاسو کېدونکے وو. د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى. تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ. څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“ او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ. نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو، بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو. هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو، د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى. تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ. ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ. ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.“ او دا کلام هغه زيرے دے کوم چې تاسو ته بيان شوے وو.
اول پطروس ۵:۶
د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو. د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى. دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل او اِنصاف سره تېروئ. دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى. دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى، نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.
د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى. زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه. د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى. زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بېلارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته. کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بېګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو. راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تېر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندې ته کوزيږى. مونږ به هر قِسمه قيمتى څيزونه حاصل کړُو او د لوټ د مال نه به خپل کورونه ډک کړُو. راځه مونږ سره ملګرے شه او مونږ چې څۀ لوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“ زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه. ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى. د يو مارغۀ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بېفائدې دى. خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى. هم دغه به وى اَنجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه پېسو ګټلو لالچى وى نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.
حِکمت په لارو کوڅو کښې په تېزه چغې وهى، او په چوکونو کښې په اوچت آواز نعرې وهى. د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهى، او د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډيږى هلته تقرير کوى، ”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟ راشئ او زما سختې خبرې واورئ. زۀ به خپل زړۀ نه تاسو خبر کړم او تاسو به هوښيار کړم. ما تاسو ته څو ځله آوازونه وکړل خو تاسو رانۀ غلئ. زۀ تاسو له درغلم خو تاسو ما ته توجو رانۀ کړه، تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل، خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى، کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى، نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى. ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو او دوئ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدل خوښ کړل، دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه. نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى. د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى. خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
متلونه ۱۶:۵
په دې کِتاب کښې د يهوداه او د يروشلم په حقله هغه پېغامونه دى کوم چې خُدائ پاک د آموص زوئ يشعياه باندې په هغه وخت کښې څرګند کړل کله چې عُزياه، يوتام، احاز او حزقياه د يهوداه بادشاهان وُو.
مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے. غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“ اے ګناهګار قومه، تاسو خپلو ګناهونو رالاندې کړى يئ. بدعمله نسله، بدکرداره بچو، تاسو خپل مالِک خُدائ رد کړے دے. کوم چې د بنى اِسرائيلو مقدس خُدائ پاک دے او تاسو د هغۀ نه مخ اړولے دے. تاسو خپله سرکشى ولې نۀ پرېږدئ؟ تاسو غواړئ چې نوره سزا هم درته مِلاو شى؟ ستاسو سرونه په زخمونو باندې پټ دى او ستاسو زړونه بيمار دى. د سر نه واخله تر پښو پورې ستاسو په بدن کښې يو ځائ هم روغ نشته. تاسو ټول ټکېدلى يئ، زخمى يئ او تغمې درباندې ولاړې دى. نۀ ستاسو زخمونه صفا کړے شوى دى، او نۀ ورباندې مرهم پټۍ شوې ده. ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى. صرف صيون لور باقى پاتې ده، لکه چې د انګورو په باغ کښې د څوکيدار جومپړۍ پاتې وى يا د بادرنګو په پټى کښې يو څپر بېاسرى وى، او د محاصرې لاندې بېاسرى ښار وى. کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو. اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه. مالِک خُدائ فرمائى، ”کۀ تاسو بېشمېره قربانيانې پېش کړئ نو زما پرې څۀ؟ زۀ د ښو ځناورو وازګې او د ګډانو د سوزېدونکو قربانو نه پوزې له راغلے يم. په دې زۀ نۀ خوشحالېږم چې تاسو ما ته د غوَيانو، ګډو او د چېلو وينې پېش کوئ. کله چې تاسو زما حضور ته راځئ نو ولې ستاسو خيال دا دے څۀ چې زۀ دا غواړم چې ستاسو ځناور دې زما په دربار کښې ګرځى؟ تاسو چې ما له کومې نذرانې راوړئ دا بېفائدې دى. تاسو چې د خوشبويۍ کومې مصالحې سوزوئ نو د هغې نه زۀ نفرت کوم. زۀ ستاسو د نوې مياشتې اخترونه، ستاسو د سبت ورځې او ستاسو مذهبى اجتماعګانې نۀ شم برداشت کولے، دا هر څۀ ستاسو د ګناهونو په وجه خراب شوى دى. ستاسو د نوې مياشتې د اخترونو او ستاسو د مقدسو ورځو نه زۀ نفرت کوم، دا په ما باندې يو بوج جوړ شوے دے او د دې برداشت کولو نه زۀ تنګ راغلے يم. کله چې تاسو د دُعا دپاره لاسونه پورته کړئ، نو زۀ به ستاسو نه مخ واړوم. تاسو چې هر څومره دُعاګانې وکړئ، نو زۀ به يې نۀ قبلوم، ځکه چې ستاسو لاسونه په وينو رنګ دى. اول ولامبئ او خپل ځان صفا کړئ. خپلې بد عملى زما د سترګو نه لرې کړئ. آو، نور بد عمل مۀ کوئ، نېکى کول زده کړئ. او ګورئ چې اِنصاف کيږى، د چا سره چې ظلم شوے وى د هغوئ مدد کوئ، يتيمانانو له خپل حقُونه ورکوئ او د کونډو د حق دِفاع کوئ.“ مالِک خُدائ فرمائى، ”راځئ چې اوس دا مسئله حل کړُو. اګر چې ستاسو ګناهونو تاسو تک سرۀ داغى کړى يئ، خو زۀ به تاسو صفا کړم او لکه د واورې په شان به مو سپين کړم، اګر چې ستاسو داغونه تک سرۀ دى، خو تاسو به د وړۍ په شان تک سپين شئ. خو کۀ تاسو خپلې رضا سره تابعدار يئ، نو چې زمکه کوم ښۀ څيزونه پېدا کوى، هغه به تاسو خورئ. خو کۀ تاسو اِنکار او سرکشى کوئ، نو د تُورې لاندې به ګېر شئ او مړۀ به شئ. دا د مالِک خُدائ د خولې کلام دے.“
هغه ښار چې په يو وخت کښې وفادار وو اوس د کنجرې په شان شوے دے. په يوه زمانه کښې دا د صداقت او اِنصاف نه ډک وو، خو اوس په کښې صرف قاتِلان پاتې دى. اے يروشلمه، ستا خالص سپين زر اوس د ملاوټ نه ډک دى، او ستا بهترينو ميو کښې اوبۀ ګډې شوې دى. ستا مشران باغيان شوى دى او د غلو ملګرى شوى دى، هغوئ هر وخت تُحفې او رشوتونه اخلى. هغوئ په عدالت کښې هيڅکله د يتيمانانو دفاع نۀ کوى او نۀ هغوئ ته د کونډو فرياد را رسى. نو هغې ته غوږ ونيسئ څۀ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ تعالىٰ فرمائى، ”زۀ به خپلو دشمنانو نه انتقام واخلم، او مخالفينو نه به بدل واخلم. زۀ به ستاسو خِلاف خپل طاقت استعمال کړم. زۀ به تاسو داسې صفا کړم لکه څنګه چې اوسپنه په اور کښې صفا کيږى او زۀ به ستاسو نه ټول ملاوټ لرې کړم. زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“ مالِک خُدائ به اِنصاف سره يروشلم بيا آباد کړى او چې څوک هلته توبه وباسى هغه به بچ کړى. خو مالِک خُدائ به هغه هر يو کس ريزې ريزې کړى څوک چې ګناه کوى او د هغۀ خِلاف بغاوت کوى، او څوک چې مالِک خُدائ ته شا کړى نو هغه به تباه شى. د څېړۍ د مقدسو ونو عبادت سره به چې تاسو خوشحالېدئ نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ، او کوم باغونه چې تاسو د بُت پرستۍ دپاره غوره کړى دى نو د هغې په وجه به تاسو وشرمېږئ. تاسو به د څېړۍ د داسې ونې په شان يئ چې پاڼې يې اوچې شوى وى او د يو داسې باغ په شان به يئ چې هيڅ اوبۀ په کښې نۀ وى. نو هغه تکړه سړى به لکه د بوسو په شان وى او د هغوئ بد عملونه به د اور د بڅرکى په شان وى. دواړه به يو ځائ داسې اور واخلى چې هيڅ څوک به يې مړ کولے نۀ شى.
يشعياه ۶۴:۸–۹
په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو. د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو، او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو.
د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل، ”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“ خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“ خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې. د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“ نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو. نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“
نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“ مالِک خُدائ راته وفرمائيل، ”تا ته ټيک ښکارى، د دې دا مطلب دے چې زۀ د خپل کلام ساتونکے يم، زۀ چې څۀ وايم چې هغه پوره شى.“ د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“ نو مالِک خُدائ ما ته بيا وفرمائيل چې، ”دغه شان به په دې مُلک او څوک چې په کښې اوسيږى په هغوئ به د شمال نه د جنوب طرف ته افت راښکته شى، نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى. نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو. نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم. ګوره، ما نن تۀ لکه د يو قلعه بند ښار په شان او د اوسپنې ستن، او د پيتلو د دېوال په شان مضبوط جوړ کړې چې تۀ د ټول مُلک سره مقابله وکړې، کۀ هغه د يهوداه بادشاهان، آفسران، اِمامان او يا د هغې ټول عوام وى. هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
يرمياه ۳۱:۱۸–۱۹
افسوس، افسوس، هغه ښاريه څنګه يواځې پاتې شوه، چې په يو وخت کښې هغه د خلقو نه ډکه وه. هغه څنګه لکه د يوې کونډې په شان شوه، هغه چې په يو وخت کښې په قومونو کښې ډېره لويه وه. د نورو ښارونو په نسبت هغه لکه د شهزادګۍ وه خو اوس هغه غريبه غلامه شوه. هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بېوفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى. يهوداه جلاوطن کړے شو، د ډېرو سختو مشقتونو سره هغه د نورو مُلکونو په مينځ کښې اوسيږى، او د اوسېدو دپاره هغه د آرام ځائ نۀ لرى. د هغۀ دشمنانو هغه راګېر کړو، او هغۀ ته د تښتېدو موقع نۀ وه. صيون ته د تلو لارې خالى دى او ماتم کوى، څوک هم ورته اوس د اخترونو دپاره نۀ راځى. د ښار دروازې ټولې خاموشه شوې دى، او د دې اِمامان اسويلى کوى. د هغې پېغلې غمژنې دى، او د هغې تکليفونه تراخۀ دى. د هغې دشمنان په هغې اختيارمن شول، او د هغې دشمنان آرام او پُرسکونه ژوند تېروى. مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل، چې سرکشى يې ډېره وه. د هغې ماشومان ونيولے شول، او لرې مُلک ته جلاوطن کړے شول. د لور صيون ټوله لوئى ختمه شوه، او د هغې نه ټول شان او شوکت لاړو. شهزادګان يې لکه د هغه هوسو په شان شول، چې د څرن ځائ موندلے نۀ شى. هغوئ خو دومره کمزورى شوى وُو، چې د ښکارى نه تښتېدلے نۀ شول. يروشلم ښاريې ته هغه وخت ياد دے په کومو ورځو کښې چې زورېدلې او سرګردانه وه، ټول قيمتى څيزونه ورته ياد وُو کوم چې پخوا هغې سره وُو. کله چې هغه د دشمن لاسونو کښې پرېوته، او داسې هيڅ څوک نۀ وُو چې د هغې مدد وکړى، دشمن د هغې د شکست تماشه کوله او د هغې په راغورزېدلو خوشحاله شو. يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى. د هغې په لمن د ناپاکۍ داغونه لګېدلى وُو، هغې د خپل اَنجام څۀ سوچ نۀ کولو، د هغې راغورزېدل وحشتناکه وو، څوک داسې نۀ وو چې هغې له تسلى ورکړى. ”مالِکه خُدايه، زما دې تکليفونو ته وګوره، ځکه چې دشمن په ما غالب شوے دے.“ دشمن خپل لاسونه وراوږدۀ کړل او د هغې ټول قيمتى څيزونه يې لوټ کړل. هغې په خپله وليدل چې غېر قومونه د هغې مقدس ځائ ته داخل شول، اګر چې تا دغه خلق خپل جماعت ته د داخلېدو نه منع کړى وُو. ټولو خلقو يې د روټۍ په تلاش کښې آهونه کول. د خوراک دپاره يې خپل قيمتى څيزونه خرڅ کړل چې پرې خپل ځانونه ژوندى وساتى. ”اے مالِکه خُدايه، ما ته وګوره زۀ څومره سپکه کړے شوې يم. ولې ستاسو دپاره دا هيڅ هم نۀ دى، تاسو ټول څوک چې په لاره تېرېږئ؟ راشئ او وګورئ کۀ چرې زما په شان غم او درد بل چرته وى، کوم چې مالِک خُدائ نازل کړو په هغه ورځ چې هغه په قهر وو. هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم. زما سرکشى يو جغ پورې تړلے شوې وه او د هغۀ لاسونو دا تړلى وُو. هغه زما په غاړه بار شو او زما زور يې ختم کړو. مالِک زۀ هغوئ ته حواله کړمه د چا چې زۀ مقابله نۀ شم کولے. مالِک زما ټول فوجيان رد کړل کوم چې ما سره وُو. هغۀ زما خلاف د لښکر اعلان وکړو چې زما ځوانان غوبل کړى. مالِک د يهوداه نيازبين ښار لکه د انګور په شان په لنګرۍ کښې نچوړ کړو. نو په دې کارونو زۀ ژړېږم او سترګو نه مې اوښکې بهيږى. نزدې څوک هم نشته چې ما له تسلى راکړى او يا ما له حوصله راکړى. زما ماشومان غمژن شوى دى ځکه دشمن په ما غالب دے.“ صيون خپل لاسونه د مدد دپاره غزوى، خو هيڅ څوک نشته چې تسلى ورکړى. مالِک خُدائ د يعقوب خلاف حکم وکړو چې د هغۀ ګاونډيان به د هغۀ دشمنان شى. د يروشلم نه د هغوئ په مينځ کښې پليته کپړه جوړه شوې ده. ”مالِک خُدائ په حقه دے ځکه ما د هغۀ د حکم نه سرکشى کړې ده. خو اے ټولو خلقو ما ته غوږ شئ، زما غمونو او دردونو ته وګورئ، زما پېغلې ښځې او ځوانان سړى د جلاوطنۍ دپاره بوتلے شوى دى. ما خپلو عاشقانو ته آواز وکړو خو هغوئ ما له دوکه راکړه. کله چې اِمامانو او مشرانو د خپلو ځانونو ژوندى ساتلو دپاره خوراک لټولو نو هغوئ په ښاريه کښې مړۀ شول. وګوره، اے مالِکه خُدايه زۀ څومره زورېدلې يم او زما روح خفه دے او زړۀ مې ناسازه دے ځکه چې زۀ ډېره سرکشه وم. بهر په کوڅو کښې تُورې د بچو نه خلاصه کړم او په کور کښې دننه هم مرګ راپسې دے. هغوئ واورېدل چې ما څنګه زبيرګى کول خو داسې څوک نشته چې ما له تسلى راکړى. زما ټولو دشمنانو زما د تکليفونو په حقله واورېدل او هغوئ خوشحاله شول چې دا تا په ما راوستى دى. هغه ورځ پرې راوله د کومې چې تا اعلان کړے دے نو هغوئ به هم زما په شان شى. د هغوئ ټول بدکارونه دې تا ته ښکاره شى. هغوئ له هغسې سزا ورکړه لکه څنګه چې تا ما له زما د ټولې سرکشۍ په وجه راکړې ده. زما کړاونه او زبيرګى زيات دى او زما زړۀ بېقراره شوے دے.“
مرثيى ۳:۲۷
په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بېداغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو. د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې. هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو. د هغۀ زامنو په خپلو کورونو کښې وار په وار مېلمستيا کوله، او هغوئ به خپلو درې واړو خوېندو له دعوت ورکولو چې د هغوئ سره خوراک څښاک وکړى. او کله به چې د مېلمستيا ورځ تېره شوه، نو ايُوب به سحر وختى پاڅېدو او د هر يو بچى دپاره يې د ګناه نه د پاکوالى سوزېدونکې نذرانه پېش کوله، ايُوب به همېشه دا کار د دې دپاره کولو چې د هغۀ خيال وو چې کېدے شى چې زما بچو ګناه کړې وى او په خپلو زړُونو کښې يې خُدائ پاک ته بدرد وئيلى وى.
يو ځل آسمانى مخلوق راغلل چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو. مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“ نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بېداغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“ بيا شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”آو، خو ايُوب په څۀ وجه د خُدائ پاک نه يريږى؟ تا همېشه د هغۀ، د هغۀ د کور او د هغۀ د هر څۀ حِفاظت کړے دے، تا هغۀ له په هر کار کښې برکت ورکړے دے او په دې مُلک کښې تا هغۀ له بېشمېره رَمې ورکړې دى. خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“ نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”بلکل ټيک ده د هغۀ سره چې هر څۀ دى هغه ستا په اختيار کښې دى، خو چې هغه تباه نۀ کړې.“ نو شېطان د مالِک خُدائ د حضور نه لاړو.
يوه ورځ چې د هغۀ زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې روټۍ خوړله او مے يې څښل، نو يو پېغام وړونکے ايُوب له راغلو او ورته يې ووئيل، ”غوَيانو يوې کولې او خرې يې په څنګ کښې څرېدلې، او د سبائيانو څۀ خلقو حمله وکړه او څاروى يې بوتلل او نوکران يې په تُوره ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“ کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”کسديانو درې قبيلې جوړې کړې، او حمله يې وکړه او اوښان يې بوتلل او نوکران يې په تُوره باندې ووژل، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”ستا زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې خوراک څښاک کولو، چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“ نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله. هغۀ وفرمائيل، ”زۀ د مور نه خالى لاسونه پېدا وم او خالى لاسونه به د دې دُنيا نه ځم، هر څۀ ما له مالِک خُدائ راکړى وُو او مالِک خُدائ رانه واپس واخستل، د مالِک خُدائ د نوم ثناء صِفت دې وى.“ د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک د اِلزام لګولو ګناه ونۀ کړه.
ايُوب ۵:۶–۷