د پولوس د طرف نه سلام چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح بللے شوے رسول او د ورور سوستينس له طرف نه، د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى، زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او سلامتى دې تاسو سره وى. زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم. ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو په هر لحاظ سره د کلام او هر قِسم عِلم خاوندان شوئ. هم دغه وجه ده چې د مسيح ګواهى په تاسو کښې مضبوطه شوه، تر دې چې تاسو د يو روحانى نعمت نه هم نيمګړى نۀ يئ کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د بيا راتلو په انتظار يئ. هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ. خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ. ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى. زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“ ولې مسيح په ډلو وويشلے شو؟ ولې پولوس ستاسو دپاره په سولۍ کړے شو؟ يا ولې تاسو د پولوس په نوم بپتسمه اخستې ده؟ زۀ د خُدائ پاک شُکر ګزار يم چې د کرسپوس او ګايوس نه بغېر ما په تاسو کښې بل يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړې، نو چې څوک دا ونۀ وائى چې تا زما په نوم بپتسمه اخستې ده. او رښتيا ما د ستِفناس خاندان ته هم بپتسمه ورکړې ده. خو نور زما په ياداشت کښې نۀ راځى چې ما به بل چا ته بپتسمه ورکړې وى. ځکه چې مسيح زۀ بپتسمه ورکولو له نۀ يم رالېږلے بلکې د زيرى اورولو دپاره يې رالېږلے يم، او هغه هم زما د عالمانه تقرير په بنياد نه، هسې نه چې د دې په وجه د مسيح سولۍ بېاثره شى.
ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بېوقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے. ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“ هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟ ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى. ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى. خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېريهوديانو په نزد بېوقوفى ده. خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے. کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بېوقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے. اے وروڼو او خوېندو، د خپل پخوانى مقام په حقله سوچ وکړئ چې ستاسو په مينځ کښې د انسانى معيار په مطابق تاسو کښې نۀ ډېر هوښيار وُو، نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو. خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بېاصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى. خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو، نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“
اول کورنتيان ۹:۲۵–۲۷
د عيسىٰ مسيح نسبنامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم. اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو. او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو. د رام نه عمىنداب پېدا شو. د عمىنداب نه نحشون پېدا شو او د نحشون نه سلمون، د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى، او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه، د سليمان زوئ رحُبعام وو، د رحُبعام زوئ ابياه، د ابياه زوئ آسا. د آسا زوئ يهوسفط، د يهوسفط زوئ يورام او د يورام زوئ عُزياه، او د عُزياه زوئ يوتام او د يوتام زوئ احاز، د احاز زوئ حزقياه، د حزقياه زوئ منسى، د منسى زوئ امون، د امون زوئ يوسياه، د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو. د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتىاېل پېدا شو او شلتىاېل د زرُبابل پلار وو، زرُبابل د ابيهود، او ابيهود د اِلياقيم او اِلياقيم د عازور پلار وو. او د عازور نه صدوق پېدا شو، صدوق د اخيم پلار وو، اخيم د اليهود، اليهود د اِلىعزر، اِلىعزر د متان، متان د يعقوب، او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى. د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.
نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده. يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه. هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده. د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“ دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى، ”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“ هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته. نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
متى ۱۶:۲۴
د پولوس، سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو جماعت دپاره خط کوم چې د خُدائ پلار او په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دے. په تاسو دې فضل او سلامتى وى. ستاسو ټولو دپاره مونږ همېشه د خُدائ پاک شُکر کوُو او هر وخت تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوو، مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو. اے وروڼو او خوېندو، مونږ پوهيږو چې تاسو په خُدائ پاک ګران يئ او هغۀ تاسو غوره کړى يئ. ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو. او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو، او داسې تاسو د ټولو ايماندارانو دپاره چې په مِکدونيه او اخيه کښې دى، يو مثال وګرځېدئ. ځکه چې ستاسو په وجه نۀ يواځې په مِکدونيه او په اخيه کښې د مالِک کلام خور شو بلکې په خُدائ پاک ستاسو ايمان په هر ځائ کښې داسې مشهور شو چې د دې په حقله زمونږ د وينا څۀ حاجت پاتې نۀ شو. ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ، او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.
اول تِسالونيکيان ۵:۶–۸
دا خط د پولوس د خوا نه دے چې د خُدائ پاک غلام او د عيسىٰ مسيح رسول دے. زۀ د دې دپاره مقرر شوے يم چې هغه خلقو ته د ايمان په حقله بيان وکړم کوم چې خُدائ پاک غوره کړى دى او هغوئ ته د حقيقت تعليم ورکړم چې ورته د ديندارۍ ژوند تېرول ورزده کړى. دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى. په مقرر وخت هغۀ خپل کلام ظاهر کړو، کوم چې مونږ هر چا ته بيانوو. او دا زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په حکم ما ته دا کار وسپارلے شو. زۀ دا خط تيطوس ته ليکم چې په ايمان کښې ما سره شريک زما وفادار زوئ دے. خُدائ پلار او زمونږ خلاصونکے عيسىٰ مسيح دې تا له فضل او سلامتى درکړى.
ما په کريت کښې تۀ د دې مقصد دپاره پرېښے وې چې تۀ پاتې شوے خدمت پوره کړې او زما د حُکم په مطابق ښار په ښار مشران مقرر کړې. د جماعت مشران دې بېاِلزامه او د يوې ښځې خاوندان وى، او بچى دې ايماندار وى او د بدچلنۍ او د نافرمانۍ د اِلزام نه دې پاک وى. ځکه چې د جماعت مشر دې د خُدائ پاک د کار د مُختار کېدو په وجه بېاِلزامه وى، هغه دې نۀ سرکشه، نۀ غصه ناک، نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، او نۀ دې د ناجائزې ګټې حرصناک وى. بلکې هغه دې مېلمه دوست، نېک خواه، شريف، تقوىٰ دار، پاک او په خپل ځان قابو ساتونکے وى. هغه دې په هغه کلام کوم چې دۀ ته ښودلے شوے دے پوره مضبوط ودريږى، ځکه چې دے به د دې جوګه وى چې خلقو ته صحيح تعليم ورکولے شى او د مخالفينو مقابله به کولے شى. ځکه چې ډېر خلق داسې دى چې سرکشى کوى، هغوئ بدزبانه او دوکه باز دى، او دا خبره خاص د هغوئ په حقله صحيح ده څوک چې په سنتېدو باندې ټينګار کوى. په کار دى چې هغوئ چُپ کړے شى، ځکه چې د ناپاکه ګټې د تعليم ورکولو په وجه هغوئ د خلقو مکمل خاندان بربادوى، کوم تعليم چې ورکول نۀ دے په کار. د هغوئ پېغمبر په خپله داسې وائى چې، ”کريتيان همېشه دروغژن، وحشيان، ګېډه ور او ناراسته دى.“ دا پېشګوئې رښتيا ده، نو په دې وجه هغوئ په سختۍ سره رټئ د دې دپاره چې د هغوئ ايمان ټيک شى. او هغوئ دې نۀ د يهوديانو قيصو ته توجو ورکوى او نۀ دې د هغه چا حُکمونو ته غوږ ږدى، څوک چې د حق نه منکر دى. د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى. هغوئ د خُدائ پاک د پېژندګلو دعوىٰ کوى خو په خپلو عملونو کښې هغوئ د هغۀ نه اِنکار کوى، ځکه چې هغوئ ناپاکه او نافرمانه دى او د يو نېک کار کولو قابل هم نۀ دى.
تيطوس ۲:۱۲–۱۳